د آلمان ائتلافي حکومت سره وپاشل شو
۱۴۰۳ آبان ۱۷, پنجشنبهد آلمان صدراعظم اولاف شولڅ د دغه هېواد ماليې وزير له دندې ګوښه کړ. د کریستين لیندنر د ګوښه کېدو خبر د حکومت ویاند تائید کړ. ليندنر شولڅ ته وخت دمخه د ټاکنو د ترسره کیدو وړانديز کړی وو.
ليندر چې د (FDP) څخه دی ګوښه کول ېې د آلمان د ائتلافي حکومت د ختمیدو په معنی دی کوم چې د درو ائتلافي ګوندونو د سمبوليکو رنګونو (سور، شين او ژېړ) په خاطر ورته د «امپل» ائتلاف وايي. امپل په آلماني ژبه کې درې رنګه ترافيکي اشارې ته وايي.
د آلمان ماليې وزير صدراعظم شولڅ ته وړانديز کړی وو چې ائتلافي ګوندونه دې د ۲۰۰۵ کال په څېر په ۲۰۲۵م کال کې له وخت څخه مخکې انتخابات ترسره کړي تر څو دغه هېواد له پاره یو نوی حکومت انتخاب کړي.
په وروستيو ورځو کې د دولت اصلي بحث پر دې وو چې څنګه کېدای شي د ۲۰۲۵م کال په میلیاردونو بودیجوي کسر موضوع حل او د آلمان اقتصاد چې تر ډیر فشار لاندې دی له سره ورغول شي.
شولڅ چې ډېری وخت پرې نیوکه کيږي چې سست او د یوه تکنوکرات په څیر عمل کوي، خو کله چې د خپل ماليې وزير د ګوښه کېدو په تړاو غږېده، خپل قاطعیت او پر ځان باور ېې ښکاره کړ.
شولڅ د ليندنر د «وړو سیاسي تکتيکونو» پر وړاندې تُنده لحجه وکاروله او هغه ېې پر خودخواهۍ تورن کړ چې په خبره یې «هیڅ د درک وړ نه ده.»
شولڅ زیاته کړه: «د ماليې وزير لیندنر، زموږ د هیڅ کوم وړاندیز د عملي کولو له پاره کوم تمایل نه ښکاره کاوه.»
د آلمان صدراعظموويل چې د ۲۰۲۵م کال د جنورۍ په ۱۵مه به ېې حکومت ته د اعتماد رایه ورکونه ترسره شي.
له آرشیف څخه: