1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

تر میرکل وروسته به د جرمني خارجي سیاست څه ډول وي؟

۱۳۹۹ اسفند ۱۱, دوشنبه

د جرمني پارلماني انتخابات د ۲۰۲۱م کال په سپتمبر کي کيږي. میرکل نور نه غواړي ځان کاند کړي او پرځای یې آرمین لاشیت او مارکوس زویدر ځانونه کاندید کړي دي. د هغوی خارجي سياست به بیا څه ډول وي؟

https://p.dw.com/p/3q3wq
Bildkombo Laschet Merkel Söder

په جرمني کي د یوه صدراعظم څخه تمه وي چي هغه باید په خارجي او اروپايي سیاست کي تجربې ولري. دغه خبره د مسیحي دیموکراتانو د گوند نوي مشر او د نوردراین ویستفالن ایالت اوسني صدراعظم، آرمین لاشیت د فبرورۍ میاشتي په سر کي له رویترز خبري آژانس سره په مرکه کي کړې وه. هغه غواړي په دې سره د خپل رقیب کاندید، مارکوس زویدر څخه په اصلاح نمرې واخلي.

خو د بایرن ایالت اوسني صدراعظم او د جرمني صدراعظمۍ ته راتلونکی کاندید، مارکووس زویدر هغه ته ډیر ژر جواب ورکړ. داسي چي د فرانسې د جمهورریس، ایمانوییل ماکرون سره یې تقریبأ ۴۵ دقیقې خبري وکړې او په دې ډول سره یې د خپل رقیب، آرمین لاشیت سره«ډیر مشابهتونه» رامنځته سول.

له ماکرون سره یې په انګلیسي ژبه خبري وکړې د نورو ترڅنګ د ګډ هوايي چلند پر پروژو، لکه د اروپايي جنګي طیارو د جوړولو پر پلان سوي موضوع باندي یې بحث وکړ.

داچي په بایرن ایالت کي د نظامي او ملکي الوتکو او تجهیزاتو جوړولو مهم او لوی شرکتونه موقعیت لري، نو زویدر په دې سره هم د خارجي سیاست او هم خارجي اقتصاد په برخه کي امتیاز تر لاسه کړ. حتی د تیرکال له اکتوبر میاشتي راوروسته زویدر د جرمني په خارجي سیاست کي د یوه فعال رول غوښتونکی دی.

د جرمني مخ پر ډیریدونکی رول

دا يوازي یو مثال دی چي د صدراعظمۍ له پاره دغه دواړه محافظه کاره سیاستمداران اوس د بین المللي سیاست په برخه کي څنګه خپل موقف نیسي، مخکي تر دې چي په راتلونکې می میاشت کي دا معلومیږي، چي کوم یو به د اتحادي ګوندونو، یعني مسیحي دیموکراتانو او سوسیال مسیحیانو کاندید پاتیږي او انتخاباتي سیالۍ ته به ورداخلیږي.

Kanada Staats- und Regierungschefs G7-Staaten diskutieren gemeinsame Erklärung in Charlevoix
انځور: Reuters/Prime Minister's Office/A. Scotti

د جرمني د هاله پوهنتون د بین المللي روابطو پروفیسر، یوهانس وارویک دا د دواړو کاندیدانو له پاره یو ساده او اسانه کار نه بولي. د هغه په خبره: «هر یو چي د میرکل ځای ناستی کیږي، کومه چي په خارجي سیاست کي ۱۵ کاله تجربې لري او په بې حسابه بحرانونو کي یې د معتدل او میانه روه سیاست څخه کار اخیستی دی، باید لومړی دغه ډول تجربې پیدا کړي. په عین حال کي جرمني په تیرو کلونو کي په بین المللي سطحه ډیر وزن پیدا کړی دی او هیڅ صدراعظم نسي کولای شاته پاته سي: برعکس د صدراعظم تغیر به لا د دې فشار ډیر کړي، چي اصلي مسایلو ته تمرکز وسي.»

خو لاشیت بیا په خارجي او خصوصاً د اروپا په سیاست کي ډیري تجربې لري. هغه په آخن ښار کي زیږیدلی دی، کوم ښار چي د بلجیم او هالنډ سره سرحد لري. په دې خاطر په هغه کي دا تصور او فکر وختي لاراپیدا سوی ؤ، چي د سرحدونو اخوا (د سرحدونو د نه په نظر کي نیولو سره) ګډ کار څومره مهم دی.

Deutschland Schloss Elmau 2019 | Markus Söder, MP Bayern & Armin Laschet, MP Nordrhein-Westfalen
انځور: Sven Hoppe/dpa/picture alliance

خو د وارویک په نظر بیا زویدر په دې ساحه کي ډیري تجربې نه لري. د برلین د عامه بین المللي سیاست د انستیتوت آمر، تورستن بېنر تردې هم مخته ځي او وايي چي زویدر «د اروپايي مسایلو او پروژو سره لږ او یا هیڅ عاطفي ارتباط نه لري او که هغه ته کومه سیاسی ګټه رسیږي، نو به د بروکسل په مقابل کي هم ودریږي.»

خو هغه څه چي دواړه کاندیدان سره یو کوي، هغه دادي چي تر امریکا متحده ایالاتو یې اروپايي ټولني او فرانسې ته تمرکز ډیر دی. دا هم په داسي حال کي ده، چي په ۲۰۰۳م کال کي انګیلا میرکل چي لا صدراعظمه نه وه او د مسیحي دیموکراتانو کاندیده او مشره وه، واشنګټن ته ولاړه او د عراق په جنګ کي یې د امریکا د جمهورریس، جورج ډبیلیو بوش ملاتړ وکړ.

په هغه وخت کي اکثریت جرمنیانو او هم د سوسیال دیموکراتانو څخه برحاله صدراعظم، ګرهارد شرویدر په عراق کي جنګ او مداخله ردوله.