آلمان له کرونا سره مبارزې ته نور ۱،۵ميليارده يورو ځانگړي کړي
۱۳۹۹ بهمن ۲۳, پنجشنبهد آلمان د داخلي لګښتونو کمیسیون د چهارشنبې په ورځ یونیم میلیارده یورو د کرونا پاندیمي پر وړاندي نړیوالي مبارزې له پاره ځانګړي کړې. په پام کي ده چي ددغو پیسو ډیره برخه به د واکسین په برخه کي مصرف سي، په خاص ډول د واکسین د رانیولو او د هغه د آماده کولو، پرمختګ او تدارکاتو له پاره.
پاته دغه پیسې د نورو برخو لکه د کرونا ناروغۍ د درملنې د دارو درملو او همدارنګه د محافظتي تجهیزاتو د رانیولو او آزموینو له پاره ځانګړي سوي دي.
ددغو پیسو لګښت به د روغتیا نړیوال سازمان او واکسین د ايیتلاف « Gavi» په گډون بیلابیلو سازمانونو ته پرې ښودل سي.
د آلمان په پارلمان کي د مسيحي ديموکرات گوند، اکهارد رهبرگ وویل: «ددغي پاندیمي په وړاندي یوازي په ګډه مبارزه کیدای سي.» هغه زیاته کړه: «له همدې کبله ډیره مهمه ده چي نه یوازي د خپلو هیوادونو له پاره بلکي د نړیوال ګډ کار له لاري عمل وکو. په خاص ډول موږ باید له هغو هیوادونو سره مرسته وکړو چي د هغوی روغتیايي سیستم په یوازي سر ددې توان نه لري چی ددغي ستونزي مخه ونیسي.»
د جرمني د سوسیال ديموکرات ګوند غړي، سونیا شتیفن ویلي: «موږ بې وزلي هیوادونه په دغه بحران کي یوازي نه پریږدو.» هغې زیاته کړه: «د پاندیمي مخه هغه وخت نیول کیدای سي چي په ټوله نړۍ کی تر کنترول لاندي وي.»
آژانسونه/ګ.پ/ن.ز