1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

رپوت: سږکال جرمني ته تر ټولو ډیر مهاجر راغلي دي

۱۴۰۰ تیر ۲۷, یکشنبه

د ۴۷۲۳۱ غوښتنلیکونو سره په جرمني کي د سږکال په اوله نیمايي کي د اروپا په سطح تر ټولو ډیرو کسانو د پناه غوښتنه کړې ده. په ترتیب سره بیا فرانسې، هسپانیې او ایټالیې ته ډیر مهاجر ورغلي دي.

https://p.dw.com/p/3wdo8
Flüchtlinge aus Griechenland landen in Hannover
انځور: Julian Stratenschulte/dpa/picture alliance

لکه څنګه چي د «ویلټ» المانۍ ورځپاڼي په یکشنبه (د ۲۰۲۱ کال د جولای ۱۸مه) د اروپايي ټولني د کمیسارۍ د مهاجرینو او پناه غوښتونکو د وضعیت د یوه معتبره رپوټ په حواله خبر ورکړی دی، تر جرمني وروسته په فرانسه کي ۳۲۲۱۲، هسپانیه کي ۲۵۸۲۳ او ایټالیا کي ۲۰۶۲۰ کسانو د پناه غوښتنه کړې ده.

په اطریش کي هم د همدې کال په اوله نیمایي کي ۹۶۵۱ کسانو د پناه غوښتنه کړې ده او په شپږم قطار کي راځي، چي اکثریت یې سوریایان، بیا افغانان او وروسته مراکشان دي.

د همدغه رپوټ پراساس بیا تر ټولو لږو کسانو په ترتیب سره په لیتوانیا کي ۵۸، ایستلنډ کي۳۰ اوهنګري کي ۳۰ کسانو د جون میاشتي تر پایه پوري د پناه غوښتنه کړې ده.

Unbegleitete minderjährige Flüchtlinge in Griechenland
انځور: Angelos Tzortzinis/dpa/picture alliance

په جرمني کي د نوو راغلو پناه غوښتونکو د جملې څخه یې ۳۶ فیصده سوریایان، ۱۸ فیصده افغانان او ۶،۶ فیصده عراقیان دي. په ټوله اروپايي ټولنه، سویس او ناروې کي د همدې کال په نیمايي کي ۱۹۴۸۰۸ کسانو د پناه غوښتنه کړې ده.

که څه هم د نوموړي رپوټ پراساس د پروسږکال په اوله نیمايي کي هم تقریبأ په همدې اندازه کسانو په اروپا کي د پناه ِغوښتنلیکونه ورکړي وه، بیا د اروپا اتحادیې ته په مجموع کي د کرونا پاندمۍ په دلیل نسبت نورو کلونو ته لږ مهاجر راغلي دي او د پناه غوښتنه کړې ده.

آ./م.ق./ا.ا.