«د آلماني ځواکونو وتل له پروگرام سره سم عملي کیږي»
۱۴۰۰ خرداد ۲۲, شنبهد جرمني د پوځ لوی درستيز، اِبرهارد څورن د «راینیشه پوست» ورځپاڼي ته ویلي چي «د افغانستان وسله وال ځواکونو زموږ د اډو ډیره برخه پرغاړه اخیستې». هغه د خپلو خبرو په دوام وایی: »د ځواکونو ایستل د تقسیم اوقات له مخي پر مخ ځي او د جولای تر میاشتي به له افغانستانه د ځواکونو د وتلو بهیر بشپړ سي».
څورن وایي چي ټولو نړیوالو ځواکونو باید حدا کثر د سپتمبر تر یوولسي پوري افغانستان پرې ایښی وي. خو د می پر لومړۍ نیټه د دغو ځواکونو د رسمي وتلو راهیسي په دغه هیواد کي حداقل ۱۵ سیمي د طالبانو لاس ته لویدلي دي. هغه زیاتوي چي «طالبانو په پرله پسي ډول ډیری سیمي تر خپل کنترول لاندي راوستي دي». څورن وایي، زه مطمین یم چي د افغانستان وسله وال ځواکونه لا هم د پام وړ ملاتړ ته اړتیا لري، هم د مالي پلوه او همدارنگه د زده کړي په برخه کي هم. د هغه په خبره دا بې تفاوته ده چي موږ دغه کار په کوم ځای کي ترسره کوو.
GP/NS/AG