آلمان له افغانستانه د پوځي تجهیزاتو د انتقال لړۍ پيل کړه
۱۴۰۰ اردیبهشت ۲۹, چهارشنبهد جرمني د دفاع وزارت وویل: «د سې شنبې په ماپښین د AN-124 انتونوف الوتکي کښته کیدل، په بهر کي د «پریکړنده ماموریت» په چوکاټ کي د آلماني تجهیزاتو د وروستي انتقال یو نوی پیل وو.«
د امريکا د دفاع وزارت بيا اعلان کړی چي د امریکایی عسکرو د ایستلو تقریباً یو پرپنځمه برخه بشپړه سوې ده.
ناټو د روان کال په اپریل مياشت کي پریکړه وکړه چي په افغانستان کي به د سپتمبر مياشتي تر ۱۱نېټې پوري خپل ۲۰ کلن ماموریت پای ته ورسوي.
په دې ډول اوس د بهرنيو ځواکونو له پاره د تجهیزاتو د ټولولو کار پیل سوی. د آلمان د پوځ له پاره د دغو تجهیزاتو ایستل یو لوژیستیکي چيلينج دی، ځکه چي یو ځانگړی ټیم باید د یو څو میاشتو په ترڅ کي ټانکونه، هلیکوپتري او نور نقلیه وسایل آلمان ته انتقال کړي.
د آلمان د دفاع وزارت په حواله، دغه تجهیزات به تر رارسیدو وروسته اول امتحان او بیرته به د پوځ په اختیار کي ورکړل سي.
د آلمان پوځ د خپلو تجهیزاتو د انتقال له پاره د نړۍ تر ټولو سترو باري الوتکو »انتونوف« څخه کار اخلي. دغه الوتکي د اویایمو کلونو په پای کي په پخواني شوروي اتحاد کي طرح ریزي سوي دي.
د امریکا د دفاع وزارت بیا د سې شنبې په ورځ خبر ورکړی دی چي له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د ایستلو بهیر ۱۳ تر۲۰ سلني پوري بشپړ سوی دی. د ځواکونو د ایستلو له پریکړې راهیسي تر اوسه پوري په تجهیزاتو ډکي ۱۱۵ بوینگ ډوله الوتکي امريکا ته رسېدلي دي.
سربیره پر دې پنځه تاسیسات د افغانستان د دفاع وزارت ته ورکړل سوي دي چي په هغو کي په دغه هیواد کي د امریکايي ځواکونو تر ټولو دوهمه لویه پوځي اډه چي په کندهار کي ده هم شامله ده.
د امریکا پوځ د امنیتي دلایلو له مخي له افغانستانه د خپلو ځواکونو د ایستلو د پلان د جزیاتو په هکله معلومات نه ورکوي. د سپتمبر تر میاشتي پوري به د تجهیزاتو ترڅنگه ۲۵۰۰ سرتیري او ۱۶۰۰۰ ملکي کارکوونکي له افغانستان څخه وایستل سي.
GP/NZ/AG