1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونهآلمان

آلمان: يو ۱۷ کلن په ټولګي کې يوه ښوونکې وژلې ده

۱۴۰۱ دی ۲۱, چهارشنبه

څارنوالانو ويلي دي چې دغه ۱۷ کلن هلک پر ښوونکې د چړې بريد کړی او تر هغه وروسته یې ځان پوليسو ته سپارلی دی. تر اوسه د بريد د انګېزې په اړه هم معلومات نه دي ترلاسه شوي.

https://p.dw.com/p/4M01B
Deutshcland Ibbenbüren | Schüler soll Lehrerin umgebracht haben
انځور: NWM-TV/dpa/picture alliance

چارواکو د سه شنبې په ورځ ويلي چې د آلمان په شمال لویدیځ ايبنبيورن ښار کې يو۱۷ کلن هلک د خپلي ښوونکې د وژلو په تور نيول شوی دی.

پېښه د مسلکي زده کړې په يوه ښوونځي کې رامنځته شوې ده چې چېرې چې دغه ۵۵ کلن ښوونکې دنده ترسره کوله.

د ميونستر ښار د عمومي څارنوالۍ وياند وويل چې تر پېښې وروسته عامل پوليسو ته زنګ وهلی دی او بې له مقاومت څخه ځان ورسپارلی دی.

د بريد انګیزه لا څرګنده نه ده

د پلټنو په حواله وژل شوی ښوونکې د سه شنبې په ماسپښين د دغه مسلکي ښوونځي په ټولګي کې يوازې وه.

پر هلک تور دی چې پر ښوونکي یې د چرې بريد کړی او هغه یې وژلی دی. د بريد انګیزه تر اوسه معلومه نه ده او دا چې ولې ښوونکی هلته يوازې وه او دا چې تورن هلک څرنګه په دې پوهیده چې ښوونکې هلته ده.

د پولیسو ویاند وويل چې شکمن به د چهار شنبې په ورځ يوه قاضي ته وړاندې کړل شي.

په آلمان کې د چړې برید له کبله ګڼ شمیر ټپیان شوي دي

د آلمان په ايسن ښار کې هم دمګړۍ د يوه شاګرد محاکمه جريان لري. پر هغه تور لګول شوی دی چې په خپل ښوونځي کې د ډله ایزې وژنې پلان درلود. د اقامې دعوې له مخې دغه زده کوونکي غوښتل چې ښوونکي او شاګردان هدف وګرځوي.

د فدرالي څارنوالۍ دفتر ويلي دي چې دغه زده کوونکي پلان درلود چې دا برید د لوله يي بمونو په واسطه چې په کور کې جوړيږي، ترسره کړي څو داسې ښکاره کړي چې بريد ښی اړخه افراطي انګیزه درلودله.

ب. ص/ ن. ز (dpa, AFP)