جرمونهآلمان
د آلمان په کولن ښار کې چاودنه؛ سيمه کلابنده شوې
۱۴۰۳ شهریور ۲۶, دوشنبهاعلان
د آلمان د نورد راین ویستفالن ایالت د کولن ښار په یوې ودانۍ کې د دوشنبې په ورځ ( ۲۰۲۴م کال د سپتمبر ۱۶) چاودنه شوې ده. ځايي رسنیو رپوټ ورکړی دی چې چاودنه په یوه ودانۍ کې شوې او یادې ودانۍ ته زیان رسیدلی دی.
پولیسو تر چاودنې وروسته ویلي دي چې په سیمه کې یې «ستر عملیات» ادامه لري او دا چې د پیښې سیمې ته یې نښلونکي سړکونه هم تړلي دي. امنيتي چارواکو له خلکو غوښتي دي چې د پیښې سیمې ته له ورتګ څخه ډډه وکړي.
د نورد راین ویست فالن ایالتي پولیسو ویلي دي چې د کولن په رودولف پلتڅ او فریزن پلتڅ ترمنځ سړکونه یې تړلي دي او له خکو یې غوښتنه کړې ده چې سیمې ته ولاړ نه شي.
د رسنیو د رپوټونو په حواله، په چاودنه کې یوه ودانۍ ډېره تخریب شوې ده. د پیښې په هکله نور جزئیات نه دي ورکړل شوي.
آژانسونه / خ.ح / ن.ز