آلمانان ښه وپيژنو؛ هغه څه چي آلمانانو ته ارزښت لري
د آلمان د نفوس شميرنې ادارې په څلورو کلونو کي له خلکو پوښتنې کړي چې «څه شي ورته مهم دي او د ترلاسه کولو له پاره يې هڅې کوې.» په دغه انځوريز راپور کې د اهميت له مخې ځوابونه پيدا کولی شئ:
په سلو کې ۸۵: ښه دوستان او د ملګرتیا ټينګې اړيکې
د آلمان د ارقامو ادارې په تيرو څلورو کلونو کي په يوه نظر پوښتنه کې، تر څوارلس کلنۍ لوړ کسان پوښتلي دي چي: «د دوي له پاره په شخصې توګه څه شې مهم دي، چې د ترلاسه کولو له پاره يې کوښښ کوي.» د پوښتل شوو کسانو ۸۵ سلني ته يې «ملګري لرل او ټينګو دوستانه اړيکو» ارزښت لاره.
په سلو کي۸۰: کورنۍ لرل
د پوښتل شويو کسانو ۸۰ سلني ته يې «کورنۍ» د «خپلې کورنۍ تر څنګ پاتېدل» او د «خپلې کورنۍ له پاره کوښښ» ارزښت لري.
په سلو کې۷۴: د ژوند له ملګري سره نېکمرغه ژوند
په ۲۰۱۷م کال کې د پوښتل شوو کسانو ۷۵ سلنه يې «نېکمرغه ژوند يا د خپل ژوند له ملګري سره ژوند» ارزښت درلود. په تيرو دوو کلونو کې دغه غوښتنه يو څه کمه شوي، خو په ۲۰۲۰م کال کې د پوښتل شوو کسانو ۷۴،۹ سلني ته يې ارزښت درلود.
په سلو کي۷۰: د ژوند څرنګوالي په ټاکلو کې آزادي
خپلواک او د ژوند کولو په څرنګوالي کي آزادي په ۲۰۲۰م کال کې د پوښتل شوو کسانو د ۷۰ سلني له پاره اهميت لاره. دغه ارزښت په ۲۰۱۷م کال کې له ۶۷ سلني سره برابر وو، په ۲۰۱۸ او ۲۰۱۹ کلونو کې تر ۶۹ سلني زيات شوی.
په سلو کې۶۴: ټولنيزعدالت
په ۲۰۲۰ م کال کې د پوښتل شوو کسانو په سلو کې ۶۴،۱ له پاره يې د ټولنيز عدالت موضوع اهميت درلود. دغه ارزښت په ۲۰۱۷م کال کې تر ۶۵ سلني زيات او په ۲۰۱۹م کال کې حتي ۶۳،۸ ته هم راکښته شوی وو.
په سلو کې ۶۲: له ژونده خوند اخيستل
دغه ارزښت په منظم ډول له ۲۰۱۷م کال راهيسي لږ زياتوالی ښيي او په سلو کې له ۵۹،۷ څخه په ۲۰۲۰م کال کې ۶۲،۸ سلني ته پورته شوی دی.
په سلو کې ۵۹: د اولاد درلودل
که په ۲۰۱۷م کال کې د پوښتل شوو کسانو په سلو کې ۵۹ يې له اولاد درلودلو سره علاقه درلوده، په ۲۰۱۸ او ۲۰۱۹ کلونو کې يې سلنه کمه شوې، خو د کرونا وبا په ستونزمنو حالاتو کي دغه شمير بيرته ډير او ۵۹،۵ سلني ته پورته شوی.
په سلو کې ۵۳: له مرستي سره علاقه
په ۲۰۱۷م کال کې د پوښتل شوو کسانو په سلو کې ۵۴ يې مرستې ته ارزښت ور کاوه. دغه ارزښت دوه کاله وروسته لږ څه کم شو، خو په ۲۰۲۰م کال کې ۵۳،۶ سلني ته ورسید.
په سلو کې۵۲: په دنده کې برياليتوب
د پوښتل شوو کسانو په سلو کې ۵۲ له پاره يې په وظيفه کې برياليتوب اهمیت درلود. دغه شمير په ۲۰۱۸ او ۲۰۱۹ کلونو کې د ۵۱ سلني کسانو له پاره اهميت درلود.
په سلو کې۴۸: د نوي شیانو زده کړه
د پوښتل شوو کسانو په سلو کې ۴۸،۷ يې په ژوند او وظيفه کې «ډيرکله د نوی شيانو په زده کړه پسې دي.»
په سلو کې۴۳: نوي تجربې
که په ۲۰۱۷م کال کې د پوښتل شوو کسانو په سلو کې يوازي ۴۲ يې له «تکراري کار څخه وتل» او د «نویو تجربو په ترلاسه کولو» پسې ول، په ۲۰۲۰م کال کي دغه شمېر ډېر شوی او ۴۳،۷ سلني شوی.
۴۲سلنه: د نورو هیوادونو او کلتورونو پيژندنه
په ۲۰۱۷م کال کې د پوښتل شوو کسانو تر ۴۰ سلني زياتو له پاره په نړۍ کې د نورو هيوادونو او کلتورونو پيژندنې خاص اهميت درلود. دغه ارزښت د کرونا وبا پرمهال پر سفرونو د محدوديتونو له کبله کم شوی او په ۲۰۲۰م کال کې ۴۲،۳ ته ورسېد.
۴۱سلنه: په طبيعت کې ډير پاتېدل
په «طبیعت کې ډير پاتېدلو»اهميت له ۲۰۱۷ څخه تر ۲۰۲۰م کال پورې ډير زيات شوی او د پوښتل شوو کسانو ۴۱،۹ سلني يې دغه کار خوښ کړی دی.
۳۷ سلنه: ډېر عايد او مادي هوساينه
د «ډير عايد او مادې هوساينې» ارزښت په اړه په ۲۰۱۷م کال د پوښتل شوو کسانو علاقه لږ وه. خو په ۲۰۱۹م کال کې ۳۶،۱ ته ورسیده او په کال ۲۰۲۰م کال کې ۳۷،۷ سلني ته پورته شوې ده.
۳۴ سلنه: د پيښو لټون او بې سارې تجربې
د«پيښو لټون او يا بې سارې تجربې» له ۲۰۱۷م کال څخه کابو ثابتې پاتې دي او د ۳۴،۸ سلنه پوښتل شويو کسانو له پاره يې اهميت درلود.
۳۳ سلنه: په ټولنه کي ځای موندل
په ۲۰۱۷م کال کې د پوښتل شويو کسانو ۳۴،۱ سلنه د ټولنيز دريځ ښه والی خوښاوه.
۳۱ سلنه: د کار ډېرښت او لاسته راوړني
په ۲۰۲۰م کال کې د پوښتل شوو کسانو په سلو کې ۳۱،۵ يې د کار ډېرښت، ډېر تلاش او لاسته راوړني اهميت لاره.
په سلو کې ۲۵: مذهب او ژور اعتقاد
په ۲۰۲۰م کال کي د پوښتل شوو کسانو په سلو کې ۲۵،۲ سلني کسانو له پاره مذهب او ژور اعتقاد اهميت لاره. چي دا تر نورو کلونو زیات دی.
په سلو کې ۲۵: د ژوند حکمت
د ژوند د حکمت له پاره اندېښنې په ۲۰۲۰م کال کې د پوښتل شوو کسانو په سلو کي ۲۵ له پاره اهميت درلود. دا د کرونا وبا پر مهال د نورو کلونو په پرتله ډېر سوی دی.
په سلو کي ۱۱: سياسي فعاليت
په ۲۰۲۰م کال کي د پوښتل شوو کسانو په سلو کې ۱۱،۱ سلني له پاره يې سياسي فعاليت ارزښت لاره.