1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستایران

آلمان په دغه هېواد کې د ایران د ټولو قونسلګرو د تړلو امر کړی

۱۴۰۳ آبان ۱۰, پنجشنبه

د آلمان د بهرنيو چارو وزیرې انالېنا بېربوک، په آلمان کې د ایران د درې سرو قونسلګريو د تړلو اعلان کړی دی. برلين به همدا شان د اروپايي اتحادیې د پراخو بندیزونو لټه هم وکړي.

https://p.dw.com/p/4mSGu
په آلمان کې د ایران د قونسلګريو تړل
ايران د آلمان په فرانکفورت، هامبورګ او میونشن ښارونو کې قونسلګرۍ لري.انځور: Sachelle Babbar/ZUMAPRESS/picture alliance

د آلمان د بهرنيو چارو وزيرې انالېنا بېربوک، د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چې په آلمان کې د ایران ټولې قونسلګرۍ به په ایران کې د ايراني الاصله آلماني جمشيد شارمهد، د اعدامولو په غبرګون کې وتړل شي.

ايران د آلمان په فرانکفورت، هامبورګ او میونشن ښارونو کې قونسلګرۍ لري.

د آلمان او ایران تر بل هر وخت خرابې اړيکي

نوموړې د قونسلګريو د اعلان پر وخت زياته کړه: «موږ په تکراري او واضح ډول په تهران کې حکومت ته دا روښانه کړې وه چې د آلماني تبعو اعدامول به جدي پایلې ولري.»

بېربوک، دا هم وویل چې آلمان به هڅه وکړي پر هغو باندې د اروپايي اتحادیې له لوري پراخ بندیزونه وضع شي چې د شارمهد په اعدام کې یې لاس درلودلی دی. نوموړې وزيرې وویل چې په دې کې د ایران سپاه پاسداران هم شامل دي.

بېربوک، د يرغمل شويو په اړه سياسي لوبه کول وغندل او پر ایران یې تور ولګاوه چې د منځني ختیځ د شخړې په ترڅ کې له اسرائيل څخه د آلمان له ملاتړ څخه د شارمهد د وژنې د توجیې په توګه کار اخلي.

هغې وويل: «حقيت دا دی چې دا وژنه په منځني ختیځ کې د تازه پرمختګونو په رڼا کې رامنځته شوې او ښيي چې د [ايران] ديکتاتور او بې عدالته رژیم د نورمال ديپلوماتيک منطق پر اساس عمل نه کوي.»

جمشيد شارمهد
جمشيد شارمهد د دوشنبې په ورځ په ايران کې اعدام شوانځور: Koosha Falahi/Mizan/dpa/picture alliance

هغې وويل: «نور آلمانان هم په غير عادلانه توګه هلته ساتل شوي. موږ هغوی ته د زړه له کومي ژمن يو او د هغوی د آزادولو له پاره به خپلو نه ستړې کیدونکو هلو ځلو ته ادامه ورکړو.»

په آلمان کې د ایران د قونسلګريو ۳۲ کارکوونکی به په آلمان کې د اوسېدو حق له لاسه ورکړي او باید له آلمان څخه ووځي، پرته له هغوی چې د آلمان تابعيت لري.

له ایرانه د آلمان سفير را بلل شوی

د بهرنيو چارو د وزېرې دفتر د چهار شنبې په ورځ اعلان کړی وو چې په ایران یې سفير مارکوس پوتڅل، برلین ته د سلا مشورو او د ایران د کړنو پر وړاندې «په کلکه معنا» د احتجاج په توګه له دغه هېواد څخه وتلی دی.

يوه وياند زياته کړې وه چې د آلماني تبعه «قتل» د آلمان او ایران اړيکي چې لا دمخه ډېرې کمروزې شوي دي، لا پسې خرابوي.

د ايران عدلیې د دوشنبې په ورځ د شارمهد اعدامول اعلان کړل. نوموړی په ۲۰۲۳م کال کې د ترهګرۍ د تورونو تر يوې لانجمنې محاکمې وروسته په اعدام محکوم شوی وو. ایران پر نوموړي په ۲۰۰۸م کال کې پر يوه مسجد باندې د بريد د پلانولو تور لګولی وو چې ۱۴ کسان پکې ووژل شول.

د آلمان حکومت، د شارمهد کورنۍ او د بشري حقونو فعالانو پر نوموړي لګول شوي تورونه په کلکه رد کړي ول.

ب. ص/ ن. ز (ډي پي ای، ای اف پي)

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب