د آلمان اداري محکمې د یوه افغان پناه غوښتونکي اخراج رد کړ
۱۴۰۱ اسفند ۱۷, چهارشنبهد آلمان په بادن ورتمبرګ ایالت کې اداري محکمې د سه شنبې (د مارج میاشتې ۷ نیټه) په ورځ دغه پریکړه د یوه افغان پناه غوښتونکي ځوان د شکایت په ارتباط کړې ده چې د پناه غوښتنه یي د آلمان د مهاجرت ادارې له خوا رد شوې وه.
په آلمان کې د مهاجرت پر موضوع د سرمشریزي غوښتنه
دغې محکمې ویلي دي چې یو ځوان مجرد او د کار وړتیا درلودونکی سړی، په هغه صورت کې چې په افغانستان کې کورنۍ ونه لري او یا ونه توانیږي هلته ځانته ټولنیزه شبکه پیدا کړي، نباید دغه هیواد ته اخراج شي.
زمونږ د یوټیوب له کانال سره یوځای شئ
محکمې زیاته کړې ده چې د یوه افغان پناه غوښتونکي اخراج یوازې په هغه صورت کې ممکن دی چې هغه په «افغانستان کې کورنۍ یا یوه پایداره ټولنیزه شبکه ولري، له یوې دریمې منبع څخه په کافي اندازه مالي ملاتړ تر لاسه کړي او یا په کافي اندازه شتمني او جایداد ولري».
زمونږ د فیسبوک له کانال سره یوځای شئ
نوموړې محکمې همدارنګه زیاته کړې ده چې که په یوه د وړاندوینې وړ زماني دوره کې په یوه هیواد کې تر ټولو لومړنیو ضرورتونو لکه «د خوب تخت، خواړه او صابون..» ته لاسرسی موجود نه وي، د داسې یوه هیواد په هکله د اخراج ممنوعیت اعتبار لري، حتی که د دغه هیواد پناه غوښتونکي په آلمان کې محافظت هم نه وي ترلاسه کړی.
د آلمان د ویزې بهير د اسانه کولو غوښتنه
محکمې دغه افغان پناه غوښتونکی نه هم د پناه ترلاسه کولو او نه یي هم د فرعي حفاظت ترلاسه کولو مستحق ګڼلی دی. خو دا یې ویلي دي چې نوموړی افغان پناه غوښتونکی افغانستان ته د اخراج کیدو له ممنوعیت څخه برخمن دی.
آژانسونه: ش.ن/ ن.ز