آيا آلمان په افغانستان کې د خپلو عسکرو شمېر زياتوي؟
۱۳۹۹ اسفند ۲۳, شنبهايوا هېګل له دويچلند فونک رسنۍ سره په مرکه کې ويلي چې د پوځي هلو ځلو دغه پياوړتيا هغه «هرومرو» نه غواړي رد کړي. د هغې په خبره «دا به لازمه وي، که زيات وخت په افغانستان کې پاتې کېږو.»
هوېګل زياته کړه چې «نړيوالو وسله والو ځواکونو ته به هم ګواښونه زيات شي او زه له دې سره حساب کوم چې موږ ښايي هم بايد ځانونه پياوړي کړو.»
د آلمان کابينې د فبرورۍ مياشتې په پای کې پرېکړه کړې وه چې اوسنی ماموريت چې د مارچ مياشتې تر پايه پورې دوام کوي، دې د ۲۰۲۲ کال د جنورۍ تر ۳۱مې نېټې پورې اوږد شي. خو د آلمان پارلمان بايد اوس په دې هکله وروستۍ پرېکړه وکړي.
دغه ماموريت د ناټو د «قاطع ملاتړ» ماموريت په چوکاټ کې دی. د آلمان اردو د افغانستان په شمال کې له پنځو سيمو څخه د يوې سيمې مسئوليت لري. اوسمهال تقريباْ ۱۱۰۰ آلماني سرتېري په افغانستان کې میشت دي. د آلمان پوځ د متحده آيالاتو تر پوځ وروسته تر ټولو زيات سرتېري په افغانسان کې لري.
دا چې د ناټو د دغه ماموريت راتلونکی به څه وي، لا معلومه نه ده. د ترمپ حکومت له طالبانو سره د اپريل تر ۳۰مې پورې د نړيوالو ځواکونو د وتلو خبره کړې وه. خو د ولسمشر جو بايدن نوې ادارې په دې هکله خپل دريځ لا څرګند کړی نه دی.
د آلمان د پارلمان د دفاعي چارو استازې، ايوا هوېګل، وويل چې «افغانستان به يو بل هېواد وي، کله چې نړيوال ځواکونه ورڅخه ووځي.» د هغې په خبره سړی بايد دغې نتيجې ته هم ورسيږي چې اصلا ټاکل شوي هدفونه تر لاسه شوي نه دي.
زموږ له آرشیف څخه: