د آلمان کاتولیکي کلیساو د همجنس بازانو له پاره قانون بدل کړ
۱۴۰۱ آذر ۲, چهارشنبهد آلمان کاتولیکي کلیساو د جنسیت پر نبسټ توپير ختمولو له پاره د خپلو کارګرو په قوانینو کې د مهمو بدلونونو اعلان کړی دی. تیر کال د کاتولیک کلیسا ۱۲۵ کارګر په دغو کلیساو کې له همجنسبازانو سره د توپيري چلند د خاتمولو له پاره د احتجاج په توګه راټول شوي و. تر هغې نږدې یو کال وروسته د سه شنبې په ورځ (۲۰۲۲م کال د نومبر ۲۲) په کلیساو کې د کارګرو په اړه خپلو قوانینو کې د اصلاحاتو اعلان وکړ.
تر اوسه پورې چې پر کومو قوانینو او مقرراتو عمل کید، د هغې پر اساس که د کاتولیکي کلیسا کارګر په ښکاره ډول خپل د همجنسبازۍ اعلان وکړي او یا هم له طلاق وروسته بیا واده وکړي، نو کیدای شوای خپله دنده یي له لاسه ورکړې وای.
اړوند: رپوټ: آلماني کشیشانو له زرونو ماشومانو څخه ناوړه جنسي استفاده کړې
خو د سه شنبې په ورځ د آلمان د کشیشانو کنفرانس اعلان وکړ: «په څرګند ډول، لکه مخکې تر دې چې هیڅکله نه دي شوي، د کلیسا په قوانینو کې تنوع هم د یوې بهترۍ په توګه منل کیږي.»
په اعلان کې زیاته شوې ده: «ټول کارمندان په آزادنه ډول له خپلو اساسي وجيبو سره، د خپل اصلیت، مذهب، خپل عمر، معلولیت، جنس، جنسیتي پیژندنې او د خپل ژوند کولو طرز، په نه پام کې نیولو سره د دې کلیسا استازیتوب کولی شي، کوم چې د خلکو خدمت کوي.»
په اعلامیه کې زیاته شوې ده: «تر هغه وخته پورې چې دوی د مقدس انجیل د پيغامونو په اړه مثبت نظر او عیسویت ته درناوی ولري» دا جواز لري.
د اصلاحاتو له پاره فشار
د آلمان د کاتولیکي کلیسا مرکزي کمېټه وایي چې دا اقدام د ډیرو ورځو راهیسې تر غور لاندې و. په آلمان کې د کاتولیک ښځو ټولنې له دغو اصلاحاتو څخه د «عطف نقطې» په توګه هرکلی کړی دی.
خو د عنعنوي حقونو یوه کارپوه توماس شولر د آلمان خبري آژانس ته وویل چې کلیسا دغه پریکړه «د کارګرو د دولتي محکومو له امله کړې ده چې د یوې اوږدې مودې راهیسې د شخصي ژوند طریقو په ارتباط د کلیساو د کارګرو قوانین ته د ترجیح ورکولو پر مسئلې یې پوښتنې راپورته کولې.»
د کلیساو د یوې ملاتړې ډلې څخه کرستن ویسنر، د دې اقدام هرکلی وکړ، خو زیاته یي کړه چې کیدای شي دا ګام د کارمندانو د کمښت له کبله پورته شوی وي.
آژانسونه: ش.ن/ ن.ز