1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان پوځ د ځانگړي ليوا اصلاحاتو ته یوه سخته ضربه

۱۳۹۹ اسفند ۱۳, چهارشنبه

د آلمان د پوځ خاصه قطعه، کې اس کې د ښی اړخي افراطیت قضیو د تورونو په سبب له سخت ازمایښت سره مخامخ ده، خو اوس معلومه سوه، چي ددغي قطعې عسکر کولای سي، بیله مجازاتو وسلې بیرته وسپاري.

https://p.dw.com/p/3q9LQ
Deutschland KSK | Tag der Bundeswehr 2019
انځور: Imago Images/B. Trotzki

دا یوغیر معمولي کار وو، چي د آلمان د پوځ د خاصي قطعې «کې اس کې» قوماندان، جنرال مارکوس کرایټ مایر د ۲۰۲۰م کال په پسرلي کي وکړ: هغه خپلو عسکرو ته پیشنهاد کړی وو، چي وړل سوي او اختلاس سوي وسلې په مستعار ډول په پټه او ارامۍ سره بیرته وروسپاري، بې له دې چي د وظیفې څخه لیري او جزا ورکړل سي.

تر دې دمخه تشخیص سوې وه، چي ددغي خاصي کومندويي قطعې ډېري وسلې او مرمۍ ورکي دي. آیا دلیل يې خرابه محاسبه او که عسکرو په پټه سره دغه وسلې په قصدي ډول سره وړي او اختلاس کړي وې؟ په دې صورت کي هغه یو جزايي عمل وو.

د جرمني د دفاعي مسایلو د کمیټې په یوه رپوټ کي چي همدا تازه خپور سوی دی، راغلي دي چي عملاً د جنرال د دغه پیشنهاد ډیر هرکلی سوی وو: د ۲۰۲۰م کال د مارچ او می میاشتو تر منځ حداقل ۲۵۰۰۰ مرمۍ او لاسي بمونه بیرته سپارل سوي ول.

پر «کې اس کې» باندي د ښی اړخي افراطیت قضیو په سبب انتقادونه

د بادن ویرتن بیرګ په کلف ښار کي مېشته ځانگړې قطعه «کې اس کې»، کله چي یې د ښی اړخي افراطیت قضیې رسوا سوې، تر سخت مراقبت لاندي راغله.

دا د آلمان د دفاع وزيري انه گريت کرمپ کارنباور له پاره تر حد ډېره وه چي په دغه قطعه کي د هغو عسکرو چي د هیټلر سلامي به یې کوله ښودل سوي او ډېري مرمۍ او چاودیدونکي مواد لادرکه سوي دي.

Verteidigungsministerin Kramp-Karrenbauer
د جرمني ددفاع وزیره،انه گريت کرمپ کارنباورانځور: Reuters/F. Bensch

هغې یوه کاري ګروپ ته وظیفه ورکړه چي د «کې اس کې» ګرده جزییات او کارونه وڅیړي او پکښي د اصلاحاتو واردولو پیشنهاد وکړي. بیا یې ددغي قطعې دوهمه ټولۍ، چي په رسوايي کي ډیره دخیله وه، منحل کړه.

ځانگړې قطعه «کې اس کې»، چي په خارج کي د یرغمل نیونکو د ازادیدو او ترهګرو سره د مبارزې له پاره تربیه سوې او جوړه سوې وه، د آلمان د پوځ په چوکاټ کي د «چټکو قواوو د یوې قطعې» په توگه فعالیت کوي.

اصلأ باید په راتلونکي دوبي کي د دغي قطعې په هکله ټوله پلټني او تحقیقات پایته ورسیږي. د دفاع د وزیري په خبره ترهغه وخته پوري به د «کې اس کې» د ټولو شکایتونو په باب شفاف توضیحات ورکوي.

خو اوس بیا خبره بل ډول سوه، چي «د مرمۍ سپارلو په مقابل کي بخښني» پروګرام به هر څه تر پردې لاندي پټ کړي.

د ۲۰۲۰م کال د اکتوبر میاشتي پر ۳۰ مه نېټه د عمومي مفتیش، ایبرهارد څورن له خوا د «کې اس کې» د اصلاحاتو په لومړي رپوټ کي د وسلو د سپارلو خبره نه وه راغلې. په رپوټ کي د مرمیو او انفجاري موادو د ورکیدو دلیل « سم نه حسابول او غلطه محاسبه» راوړل سوی وو.