آلمان: یو افغان په چړې تر سخت ټپي کيدو وروسته مړ سوی دی
۱۴۰۳ مهر ۳۰, دوشنبهاعلان
دغه پیښه د جرمني د راینلنډ فالڅ ایالت په باډ کرویڅ ناخ، کي د پارکینگ په یوه ساحه کي هغه وخت رامنځته سوه، کله چي دریو کسانو یو له بل سره شخړه پیل کړه.
لکه څنگه چي پولیسو او لویې څارنوالۍ خبر ورکړی دی، ۳۲ کلن برید کوونکی چي یو سوریايي دی، نیول سوی او اوس په زندان کی دی.
د دغې پیښې د علت په هکله پلټنې رواني دي. د معلوماتو له مخي: «په هرحال دغه شخړه، له مخدره موادو سره په تړاو جرمونو کي رامنځته سوې ده.»
د آلماني پولیسو د لومړنیو پلټنو له مخي، ۳۵ کلن افغان او یو بل سړی د پارکینګ په یوه ساحه کي له یوه ۳۲ کلن سوریايي تبعه سره په شخړه کي ښکیل سول. ویل کیږي چي شکمن کس د چړې په برید سره دغه افغان په اوږه کي سخت زخمي کړ.
د پولیسو په حواله ټپي سوی کس له خپل ملگري سره یوه روغتون ته ولاړل، چیري چي یو څه وروسته نوموړي ۳۵ کلن افغان سا ورکړه.
GP/NZ/AG