آلمان: فدرالي پوليسو ۱۸ کډوال له يخچالي لارۍ ژغورلي دي
۱۴۰۱ مهر ۲۳, شنبهد آلمان فدرالي پوليسو خبر ورکړی دی چې د دغو کډوالو په منځ کې د پنځو او لس کالونو په عمر دوه ماشومان هم شامل ول. د لېږدونکي موټر ۳۲ کلن ليتوانی چلونکی ونيول او وروسته بندي شو. پر هغه باندې ژوند ته د خطرپېښونکو شرايطو لاندې د قاچاق تور پورې شوی دی.
د فدرالي پوليسو د څرګندونو په حواله دغه موټر د پنجشنبې په ورځ (د ۲۰۲۲ کال د اکتوبر ۱۳نېټه) تر غرمې وروسته د کنترول له پاره درول شوی و چې پوليسو يې بيا په شاتنۍ برخه کې کډوال وموندل. دغو کډوالو د پنځو او ۴۴ کلونو تر منځ عمرونه درلودل او له ايران، عراق او افغانستان څخه راغلي ول.د مهاجرینو د منلو له کبله میرکل ته ملګرو ملتونو د «نانسن» جایزه ورکړې
په برلين کې د چارواکو په حواله د دوو کوچنيو ماشومانو تر څنګ دوه ۱۴ کلن ځوانان هم ورسره وو چې بې سرپرسته راغلي دي. داسې ويل کيږي چې د يخچالي موټر دننه نه رڼا او نه د تازه هوا امکانات موجود ول، په موټر کې بندو کسانو له »ډېرې لوږې، تندې او رفع حاجت« څخه شکايت کاوه.ملګري ملتونه وايي د کډوالو له پاره د بودیجې له کمښت سره مخامخ یو
دغو کسانو د پناه غوښتنې هيله وکړه او د فدرالي پوليسو په حواله د کډوالو يوه لومړني استوګنځای ته ولېږدول شول. ياد دوه ۱۴ کلن ځوانان د ځوانانو ادارې سرپرستۍ ته وسپارل شول.
آ./ن. ص./ا. ا.