آلمانی ډاکټر د کرونا ناروغانو د وژنې په تور ونيول شو
۱۳۹۹ آذر ۱, شنبهدوو ناروغانو چې د ۴۷ او ۵۰ کلونو عمرونه يې درلودل، د ناروغۍ په وروستي جدي حالت کې قرار درلود چې يوه سرطبيب ورته ښايي د داسې درملو د ورکړې امر کړی وي چې د هغوی د سملاسي مړينې سبب وګرځېد. دغه خبره د ايسن ښار پوليسو د جمعې په ورځ کړې ده.
چارواکي د دغو دوو تنو د مړينې پر شرايطو باندې تر اوسه پلټنې کوي، خو د راپورونو له مخې دواړه کسان د کوويد-۱۹ مرض له کبله تر درملنې لاندې ول.
دغه ۴۴ کلن سرطبيب، چې د فبرورۍ میاشتې راهيسې يې د ايسن ښار په پوهنتوني کلينيک کې کار کاوه، د چهارشنبې په ورځ ونيول شو. په هغه باندې د پنجشنبې په ورځ د يادو کسانو د وژنې تور پورې شو چې اوس د پوليسو په وينا بندي دی.
څارنوالۍ د نورو جزئياتو له ورکولو ډډه کړې
د روغتون په حواله د نومبر د ۱۳مې او ۱۷مې د مړينو د پېښو په هکله شکونو دوی دې ته وهڅول چې څارنوالۍ ته خبر ورکړي او دغه ډاکټر له دندې لرې کړي.
تورن سرطبیب د آلمان د ايسن ښار د پوليسو په حواله يوازې په يوه مورد کې اعتراف کړی چې غوښتل يې د يوه ناروغ او د هغه د خپلوانو کړاو ته د پای ټکی کېږدي. دواړو وژل شوو ناروغانو په «ډېرو جدي حالاتو» کې قرار درلود. د آلمان د «بيلد» په نامه د ورځپاڼې په حواله دواړه تنه د کرونا په ويروس اخته او په داسې يوه څانګه کې هم بستر ول چې د کوويد-۱۹ د ناروغانو درملنه کوي.
خو څارنوالۍ ويلي دي چې د هغوی د درمنلې په هکله زيات جزئيات نه شي ورکولی ځکه چې پلټنې لا دوام لري.
ipj/sms/ن ص/خ ح
زموږ له آرشیف څخه: