غزه: په زرونو کسان بېرته شمال ته مهاجرت کوي
د اسرائيلي پوځ د خبرداريو سربېره بيا هم په زرونو فلسطينيان د محاصره شوې غزې د ساحل په اوږدو له سويل څخه بېرته شمال ته مهاجر شوي دي.
له سويل څخه شمال ته مهاجرت
په زرونو فلسطينيان په غزه کې په پښو د ساحل تر څنگ سړک باندې له سويل څخه د شمال پر لور په حرکت کې دي. هغوی د اسرائيلي پوځ د خبرداريو باوجوده له جنوب څخه و شمال ته بېرته ستانه شوي دي. اسرائيلي پوځ خبرداری ورکړی چې د غزې شمال تر اوسه لا د فعالې جگړې سيمه ده. خو له شمال څخه د عسکرو د تخلیې هيلې او په سويل کې د پوځي عملياتو اندېښنې هغوی شمال ته په مهاجرت مجبور کړي دي.
ويجاړې شوي سيمې
د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په ۷مه نېټه د حماس د ترهگریز بريد په جواب کې اسرائيلي پوځ په غزه کې عمليات پېل کړل چې په نتيجه کې يې د غزې پراخې سيمې په بشپړه توگه ویجاړي شوې. د سيمې له تقريبا ۲،۳ مليون انسانانو څخه نيمه برخه يې و شمال ته مهاجره شوه. خو زيات شمېر انسانانو اوس بېرته له سويل څخه د شمال پر لور و خان يونس ته حرکت کړی دی چيرې چې زيات ودانۍ په بده توگه ويجاړې شوي دي.
د خبرداري خبرپاڼې
د اسرائيل پوځ داسې خبرپاڼې ويشلي دي چې پکښې په عربي ژبه خلکو ته خبرداری ورکول شوی چې د غزې شمال «خطرناکه جنگي سيمه» ده. بعضي هغه کورنۍ چې د اسرائيلي عسکرو د وتلو وروسته په نژدې وختونو کې بيت حانون او جبليه ته راستنې شوي وې، د نښتو د بيا پېلېدو له بيرې يې بېرته د يادو سيمو په پرېښودلو پېل کړی دی.
«موږ خپل کورونه غواړو»
بېځايه شوي خلک له مياشتو راهيسې د غزې په سويل کې د کږديو په کمپونو، ښوونځيواو يا د خپلوانو په کورونو کې ژوند کوي. د شمال پر لور په حرکت کې يوې مېرمنې ام نضال ختاب وويل: «موږ خپل کورونه غواړو. موږ خپل ژوند غواړو. موږ په هر صورت بېرته ستنيږو که معاهده کيږي که نه.»
رنج، لوږه او ناکافي مرستې
په غزه کې بشري وضعيت فاجعه وي دی. تقريبا يو مليون انسانان د جگړې د شپږمياشتني جريان له کبله له لوږي کړيږي. لږ هيلې شته چې د هوا له لارې راغورځول کېدونکو مرستندويه توکو او په شمال کې د اسرائيل لخوا د مرستندويه توکو لپاره د لارو په پرانستل کېدو به د خلکو په کړاو کې لږ کمښت راشي. خو ملگري ملتونه وايي چې د مرستو زياته برخه خلکو ته نه رسيږي.
د پوستې سره ډزې
شمال ته سفر خطرناک دی. عيني شاهدانو راپور ورکړی چې و شمالي سيمو ته د لارو کنټرول کوونکې اسرائيلۍ پوستې سره ډزې شوي دي. د غزې په مرکز کې د العوده په نوم روغتون د پنځو کسانو د مړيني او د ۵۴ نورو د ژوبل کېدلو راپور ورکړی دی. د اسرائيل پوځ تر اوسه په دې هکله تبصره نه ده کړې.
په کڅوړه کې يوه پيشي
يو هلک د غزې شمال ته د خپل سفر پر لاره د يوې پيشي ساتنه کوي. په غزه کې د حماس د روغتيا وزارت په حواله د غزې په جگړه کې تر اوسه تر ۳۴ زرو څخه زيات ملکيان وژل شوي چې ورڅخه لږ تر لږه ۱۳ زره يې ماشومان دي. تقريبا ۱،۸ مليون انسانان بېځايه شوي دي. په دغه سيمه کې د يو لوی بشري ناورين گواښ شته او لږ تر لږه د دغې سيمي بعضې برخې د لوږې سره مخامخ دي. اور بند لا تر اوسه نه تر سترگو کيږي.