فرانسه به يوه مياشت تړلې وي
۱۴۰۰ فروردین ۱۲, پنجشنبهمکتبونه دي خلاص وي او د سیمه ايزو تدابیرو په مرسته دي د کرونا پر وړاندي مبارزه وسي. دا په اول سر کي ددغي پاندیمي پر وړاندي د ماکرون پلانونه ول. خو د کرونا دریمي څپې ته په کتو سره اوس هر څه بل ډول سول.
سر له شنبې ورځي څخه به په ټول هیواد کي هغه دوکانونه چي خلکو ډیره اړتیا ورته نه وي وتړل سي. همدارنگه به پر تگ راتگ باندي هم سخت بندیزونه ولگول سي. د اول وار له پاره به مکتبونه هم وتړل سي.
ولسمشر ماکرون په وار وار سره ټینگار کړی وو چي له دغه شان څخه به د امکان ترحده ډډه وسي. خو اوس باید په ټول هیواد کي درې اونۍ مکتبونه تړلي وي.
په فرانسه کي مکتبونه یوازي د تیر کال په پسرلي کي د سختو تدابیرو د وضعه کولو پر وخت تړل سوي ول. پس له هغه ماکرون اعلان کړی وو چي د امکان تر حده به یې همداسي پرانیستي پرې ږدي.
په ټوله فرانسه کي به پر تگ راتگ باندي هم سخت بندیزونه ولگول سي. دا په دې معنی چي خلک به د چکر وهلو یا سپورت کولو له پاره له کوره څخه تر ۱۰ کیلومتره زیات لیري کیدو اجازه و نه لري.
همدارنگه د شپې له اوو بجو څخه وروسته هم پر گرځیدو راگرځیدو باندي بندیز لگول کیږي. شرکتونه باید مخ په زیاتیدونکي ډول خپلو مامورینو ته له کوره کارکولو ته زمینه برابره کړي.
ولسمشر ماکرون دا خبره مني چي پر دغه بحراني حالت باندي د برلاسۍ پر وخت یې تیروتني کړي، خو په عین حال کي یې پند هم اخیستی. هغه وویل: «د دغي پاندیمي په هره مرحله کي موږ کولای سو ووایو چي هر څه مو باید په ښه توگه سرته رسولي وای، موږ ځیني تیروتني کړي. دا هر څه حقیقت لري. خو په یوه خبره پوهیږم، هغه داچي موږ دا زده کړه چي هر ځل تر پخوا ښه سوي یوو.»
په فرانسه کي چی شاوخوا ۶۷ میلیونه نفوس لري، د کرونا ویروس له امله تر اوسه تر ۹۵ زره اضافه انسانان مړه سوي دي. ۵۰۷۲ تنه په عاجلو بسترونو کي پراته دي. په دې ډول د فرانسې د روغتیا وزارت په حواله په دغه هیواد کي له هرو لسو عاجلو بسترونو څخه نهه یې د کرونا په ناروغانو ډک دي.
GP/NZ/DW.Online