1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کرزي د نجونو او ښځو لپاره د زده کړو غوښتنه وکړه

۱۴۰۳ مرداد ۲۹, دوشنبه

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د افغانستان د استقلال د ۱۰۵مې کليزې په ترڅ کې د طالبانو پر رژيم ږغ کړی دی چې نجونو او ښځو ته د زدکړو اجازه ورکړي.

https://p.dw.com/p/4jcKQ
حامد کرزی د آلمان ږغ دويچه وېله سره د مرکې پر وخت
د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزیانځور: DW

حامد کرزي د يکشنبې په ورځ (د ۲۰۲۴ کال د اګست ۱۸مه) د طالبانو له ادارې وغوښتل چې د نجونو او مېرمنو پر وړاندې د تعليمي ادارو دروازې دې بېرته پرانيزي. نوموړي دا غوښتنه په داسې حال کې کړې ده چې د هيواد دننه او دباندې زياتو افغانانو د افغانستان د استقلال ورځ ولمانځله. په دې ترڅ کې د طالبانو ادارې هم په کابل کې ځانګړي مراسم نيولي ول.

د افغانستان پخواني ولسمشر کرزي د ميرمنو د زده کړې او د ټولنې په ورځنيو چارو کې د هغوی د مشارکت پر اهمیت ټینګار کړی دی. نوموړي له ټولو افغانانو غوښتي دي چې د بې وزلۍ د له منځه وړلو، د پوهې د ترلاسه کولو او د پرمختګ لپاره دي سره متحد شي.

د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې ۱.۴ میلیونه افغان نجونې په قصدي توګه له ثانوي او لوړو زده کړو څخه محرومې کړل شوې دي.

طالبان د ۲۰۲۱ کال په اګست مياشت کې په افغانستان کې بيا واک ته ورسېدل. د هغه راهيسي نجونې او مېرمنې له ابتدايي ښوونځي وروسته زدکړو څخه منع کړل شوي دي. خو د افغانستان په بعضو سيمو کې نجونې لا تر اوسه په ديني مدرسو کې او په همدې شان مېرمني د قابلګۍ او د نرسينګ په ښوونځيو کې زدکړې کوي.

په افغانستان کې د طالبانو د بيا پر واک راتلو درې کاله پورې کېدو راهيسې لا تر اوسه د نړۍ يو دولت هم د هغوی حکومت په رسميت نه دی پېژندلی. د نورو لاملونو تر څنگ يې د په رسميت نه پېژندل کېدو يو لامل په دغه هيواد کې د مېرمنو د حقونو خراب وضعيت بلل کيږي.

افغانستان د ۱۹۱۹ کال په اګست مياشت کې له لويي بريتانيا څخه استقلال واخست.

آ./ا.ا./ن.ز.

پر ورته موضوع زموږ له آرشيف څخه انځوريز راپور: