د اروپا فوټبال اتلولۍ د پای لوبي انځورونه
د ايټاليا فوټبال ملي لوبډلي وکړای شوای په پينالتي وهلو کې انګلستان مات او له شپږو لسيزو وروسته بيا اروپايي اتلولي ترلاسه کړي. ايټاليا وروستي ځل په ۱۹۶۸م کال کې د اروپا اتل شوی وو.
د يکشنبې په ماښام (جولاي ۱۱) د انګلستان او ايټاليا ملي ټيمونه د اروپا فوټبال په فاينل سيالي کي سره ولوبيږي. له څو لسييزو راهيسې دواړه ټيمونه د اتلولۍ لقب ګټلو ته ليواله ول.
فوټبال لوبه د کرونا خپريدلو له کبله د ځينو کارپوهانو د خبرداريو او انتقادونو سره بيا هم په لندن کې د سپورت په ومبلي ميدان کي ترسره شوه. ډېر ننداره کوونکې د انګلستان فوټبال ملي ټيم پلویان ول.
د ومبلي لوبغالي ځيني برخې د ايټاليا د ملي ټيم د پلويانو په واک وې.
د فوټبال لوبې له پيل کيدلو مخکې د جشن شانداره مراسم ترسره شول.
د فوټبال لوبو پاي ته رسیدلو په جشن کې يو ستر جام د مسابقو د اتلوالۍ د جام بېلګه وه.
انګلیسانو فاينل ته د رسیدلو له پاره دنمارک ټيم په نيمه وروستۍ لوبه کي مات کړاو ايټاليا بيا فاينل ته د رسیدلو له پاره اسپانيا په پينالتي وهلو کي ماته کړې وه.
له لوبې څخه لا دوې دقيقې نه وي تیرې چې د انګلستان (۳ يم لمبر) لوبغاړې ايټاليا ته ګول ورکړ.
د ايټاليا د ملي ټيم ګولکيپر جيان لوئجې دونارومايې د مخنيوي له پاره هيڅ چانس نه درلود.
ښي لاس ته، لوک شاوا او د انګلستان د ملي ټيم لوبغاړي ايټاليا ته وروسته له ګول وهلو نه.
د انګلستان ملي ټيم له ګول وروسته د پايلې ساتلو او د لوبې کنترول په هڅه کې وو.
ايټالويان که څه هم د توپ په ساتلو سره له نسبې برترۍ څخه برخه من ول، خو د انګليسانو دفاعي يووالي سره يې يوازي يو دوه ځل وکړاي شول په جدي ډول خطري شي.
د لوبې لومړۍ نیمايي په همدې پايلې سره يو د صفر په مقابل کې د انګليسانو په ګټه پاي ته ورسیده، چې د انګلستان ټيم پلويانو خوشالي يې له ځان سره درلودله.
د ايټاليا د ملي ټيم لوبغاړي د لوبې له دويمي نيمايي څخه د ګول وهلو په کوښښ کې ول چې څو وارې يې وکړای شول انګلستان ته خطر پيښ کړي.
د لوبې په ۶۷ يمه دقيقه کي د ايټاليا ټيم په پای کې وتوانيد چې د خپلو هڅو پايله تر لاسه او ګول ووهي او لوبه مساوي کړي.
انګلستان ته د ايټاليا ګول له بل اړخه، لئو ناردو بونوچي (۱۹ شميره) د مساوي ګل وهونکی.
انګلستان ته تر ګول وهلو وروسته د ايټاليا د لوبغاړو او پلويانو خوشالي.
د لوبې په دويمه نيمايي کې که څه هم د ايټالا لوبغاړي له مخکې هڅاند وو، خو په پايله کي ونه شوای کولی خپل بريدونه ګول وهلو ته ورسوي. له ټاکلًي وخت ۹۰ دقيقو څخه وخت زيات کړای شو.
انګليسانو د لوبې پاي ته رسیدلو په څلورمه برخه کې خپل تهاجمي کوښښونه زيات کړل او ايټاليا د برياليتوب ګول وهلو کوښښ کاوه. خو د دواړو ټيمونو هڅو وروسته له ۹۰ دقيدقو قانوني وخت څخه د مساوي ګولونو په کولو سره اضافه وخت ته لوبه وغزيده.
که څه هم ايټالپا اضافه وخت په ډير شور او ولولو سره پيل کړ، خو انګليسان هم له بريدونو څخه غافل نه ول، په خاصه توګه له چټکو بريدنو سره يې غوښتل خطر پيښ کړي.
دواړو ټيمونو په اضافه وخت کي د لوبې له ستړيا سره بيا هم، يوه چټکه لوبه نندارې ته وړاندې کړه.
د ايټاليا ملي ټيم له ځانه د پنالتي په ضربو کي ډير زغم وښوده او انګليسانو ته يې په دغه برخليک ټاکونکو ضربو کي ماتي ورکړه.
د ايټاليا فوټبال ټيم ګولکيپرجيان لوئجي بريا، د انګلستان د ملي ټيم لوغاړي بوکايو د پنالتي شوټ په دفاع کې.
د اروپا فوټبال اتلوالۍ لقب ګټل او د ايټاليا ملي ټيم پلويانو خوشالي چې په عمومي ځايونو کي سره راټول شی ول.