په المپیک سیالیو کې د یوه افغان ډوپینګ ټیسټ هم مثبت ختلی دی
۱۴۰۳ شهریور ۳۰, جمعهد پنجشنبې په ورځ (د ۲۰۲۴م کال د سپتمبر ۲۰) د ورزشکارانو د ډوپینګ د معایناتو نړیوالې ادارې په خپل تازه رپوټ کې ویلي دي چې د پاریس په سږنیو المپیک سیالیو کې یې د ټولو ورزشکارانو له جملې دریمه برخه ورزشکارانو د ډوپینګ آزموینه کړې ده چې په دې ډله کې د پنځو ورزشکارانو د ډوپینګ نتیجه مثبته ختلې ده چې یو تن یې د افغانستان لوبغاړی دی.
د معایناتو پایلو ته په کتو، دا په ۲۰۲۱م کال کې د توکیو په المپیک سیالیو کې د ډوپینګ د مثبتو پایلو په پرتله یوه پیښه کمه ده. د توکیو په المپیک سیالیو کې د ډوپینګ مثبتې پیښې تر هغه د وړاندې ریو المپیک سیالیو په پرتله ۴ سلنه زیاتوالی درلود. د ریو په المپیک سیالیو کې بیا د ډوپینګ معایناتو د مثبتو پیښو فیصدې د ټولو ازمویل شویو کسانو ۱۰ سلنه برخه تشکیلوله.
د پاریس سږنۍ المپیک سیالۍ د روان کال د جولای میاشتې له ۲۶ څخه د اګست تر ۱۱مې نیټې پورې د فرانسې په کوربتوب ترسره شوې وې.
د ډوپینګ د معایناتو دغه نړیوال سازمان ویلي دي چې دا تر اوسه پورې د لوبغاړو د ازموینې تر ټولو لوړه فیصدي ده چې د ډوپینګ له پاره یې معاینات شوي دي او زیاتوي چې په ۲۰۲۴م کال کې تر دغو سیالیو وړاندې د ټولو ورزشکارانو له جملې د شاوخوا ۹۰ سلنه ورزشکارانو یو ډول نه یو ډول طبي معاینات شوي دي.
دغه سازمان همدا راز زیاته کړې ده چې د لوبغاړو د نمونې اخیستې تر ټولو ډیرې نمونې یې د هغو هیوادونو له ورزشکارانو اخیستې دي چې په دغو سیالیو کې یې د لوبغاړو شمیر تر نورو ډیر وو او هغه د امریکا متحده ایالات، فرانسه، چین او د استرالیا هیوادونه دي.
نوموړي سازمان په خپره شوې اعلامیه کې د ډوپینګ د مثبتو پیښو د لوبغاړو نومونه هم خپاره کړي دي. د دغه سازمان په حواله، د جودو په برخه کې د عراقي سجاد غانم سیهین، د افغانستان د محمد صمیم فیزاد، نایجیریايي سوک وهونکی سینتیا تیمیتایو اوګونسیمیلوري، د خیز اچووونکي ډومینک هیواد لاسکونکي مولامبا او د بولویايي لامبو وهونکي ماریا جوسه ریبریا پینټو د ډوپینګ پایلې مثبتې ختلي دي.
آژانسونه / خ. ح / ن. ز