د ډوبې شوې چینایې کښتۍ ټول پرسونل لادرکه دی
۱۴۰۲ اردیبهشت ۲۷, چهارشنبهد چین دولتي رسنۍ «سي سي ټي وي» د چهارشنبې په ورځ اطلاع ورکړه چې د دغه هیواد د کب نیوونکو یوه کښتۍ د هند سمندر په وسط کې ډوبه شوې ده. د چارواکو په وینا د کب نیونې دغه کښتۍ د سه شنبې په سهار وختي شاوخوا ۳ بجې په اوبو کې ډوبه شوې ده.
هند او پاکستان د خپلو اتومي شتمنيو او بندیانو نوملړ تبادله کړې
د دولتي رسنیو په حواله د «لوپینګ یوانیو ۰۲۸» کښتۍ د شاونډونګ ایالت کې د پينګلائې کمپنۍ ملکیت و. په کښتۍ کې ۱۷ چینایي، ۱۷ انډونیزیایي او پنځه فیلیپيني اتباع سپاره ول چې ټول لادرکه دي.
د چین دولتي رسنۍ «سي سي ټي وي» ویلي: «تر اوسه پورې د لادرکه کسانو په اړه هیڅ ډول معلومات نه دي ترلاسه شوي.» د دغې رسنۍ په حواله ولسمشر شي جن پنګ د دغو کسانو د لټون او مرستې عملیاتو امر کړی دی.
د لټون عملیات جریان لري
د «سي سي ټي وي» په حواله د استرالیا او یو شمیر نورو هیوادونو مرستندویه ټیمونه لادمخه د پيښې ځای ته رسیدلي دي او چین د دغو عملیاتو له پاره دوې بیړۍ ګومارلي دي.
د چین د سمندري لټون او ژغورنې مرکز لادمخه د پيښې په اړه اړونده هیوادونو ته اطلاع ورکړې وه او د بهرنیو چارو وزارت په استرالیا، سريلانکا، مالدیپ، اندونیزیا، فیلیپين او نورو هیوادونو کې خپلو استازولو ته دنده سپارلې وه چې د لټون او مرستې کارونه دې له اړونده هیوادونو سره هم غږې کړي.
آژانسونه: ش.ن/ ن.ز