په لومړي ځل يوه پاکستانۍ فضا ته وختله
۱۴۰۲ مهر ۱۵, شنبهسليم هغه پاکستانۍ مېرمن ده چې پخوا يې د ځمکې دواړو قطبونو ته سفر کړی، د نړۍ تر ټولو جګ غره ماونټ ايوريست څخه يې ځان په پاراشوټ راغورځولی او يوه له لومړنيو مليارډرانو څخه ده چې د ريچارد برانسن له فضايي شرکت څخه يې کابو دوه لسيزې پخوا د ياد شرکت تر جوړېدو لږ وروسته، فضا ته د ختلو له پاره يو ټيکټ پېرلی دی.
سليم د فرانسې خبري آژانس ته په ۲۰۱۲م کال کې لا ويلي وو چې »زما خپل دغه لقب يعنې لومړنۍ پاکستانۍ فضانورده خوښيږي، داسې ده لکه د دغه هېواد ډېره ځانګړې شهزادګۍ چې واوسم. حتی د شهزادګۍ څخه لا ښه احساس دی.«هندوستان: فضايي بېړۍ مو په سپوږمۍ کې ګرځېدا بشپړه کړه
د ويرجن ګالاکتيک شرکت اوس ويلي چې سليم د موناکو او متحده عربي اماراتو اوسېدونکې هم ده. په دې سره هغه د شرکت په حواله لومړنۍ موناکويۍ او اماراتۍ ښځه ده چې فضا ته خيژي.
امريکايي رون روسانو او بريتانوی ترېور بېټي هم د جمعې ورځې د سفر چې د »ګالاکتيک ۴« نوم ورکړل شوی، سپرلۍ پاتې شوې دي. په سفينه کې بېت موزس، د فضايي شرکت يو کارکوونکی او دوه پيلوټان هم حاضر ول.
فضا ته د ختلو د دوديزې طريقې سره په تفاوت، ويرجن ګالاکتيک له يوې ځانګړې طيارې څخه کار اخلي څو د سپرليو کپسول د آسمان په لور پورته کړي. دغه طياره بيا فضايي سفينه د فضا په لور خوشې کوي. سپرلۍ پکې د يو څو دقيقو له پاره له جاذبې قوې پرته حالت تجربه کوي.لومړنۍ سعودۍ ښځې فضا ته سفر وکړ
ورپسې سفينه د ځمکې په لور ستنه او د متحده آيالاتو په نيو مکسيکو سيمه کې کښته شوه. د ويرجن ګالاکتيک شرکت د فضايي سيلانۍ په برخه کې د مليارډر جيف بېزوس له بلو اوريجين شرکت سره رقابت کوي چې تر دې دمه يې د يوه دوديز عمودي توغندي په مرسته ۳۱ کسان فضا ته رسولي دي.
خو د ۲۰۲۲م کال په سپتمبر کې له سپرليو پرته په يوه الوتنه کې، د بلو اوريجين توغندی راولوېد. د ياد ټکر په هکله پلټنه بشپړه شوه، خو د متحده آيالاتو د الوتنو د څار ادارې له ياد شرکت څخه وغوښتل چې د فضايي الوتنو تر بېرته پيلولو پورې بايد ځينې تغييرات راوستل او پلي شي.