ميرکل د افغانستان په تړاو څېړنیز کمېسیون کې څرګندونې وکړې
۱۴۰۳ آذر ۱۶, جمعهپه افغانستان کې د امريکا په مشرتوب نړيوال شل کلن ماموريت کې آلمان له پېل څخه شامل وو، په پوځي او بشري دواړو برخو کې. د ۲۰۲۱م کال د اګست پر ۱۵مه نيټه دغه ماموريت ناڅاپه پای ته ورسېد: په دې ورځ طالبان په کابل کې ولسمشرۍ ماڼۍ ته داخل شول.
ظاهراً د آلمان په حکومت کې هیچا هم د دې اټکل نه وو کړی، صدارعظمې انګيلا ميرکل، هم.
دا چې څرنګه داسې ناسم قضاوت شوی وو، د آلمان د پارلمان يا بندستاګ يو څيړنې کميسيون له ۲۰۲۲م کال راهېسې د دې پوښتنې د ځواب موندلو هڅه کوي. د وروستۍ شاهدې په توګه د آلمان د حکومت پخوانۍ مشرې انګيلا ميرکل، څو ساعته د پارلمان د استازو پوښتنې ځواب کړې.
د میرکل بيان حکومتې اعلامیې ته ورته وو
ميرکل، لومړی يوه اوږده اعلاميه ولوستله. په دې ترڅ کې نوموړې هغه څه چې په افغانستان کې پېښ شوي ول، قسماً په هماغو ټکو کې بيان کړل لکه په کابل کې د طالبانو تر بريا وروسته چې په يوه حکومتي اعلاميه کې ويل شوي ول.
د ۲۰۲۱م کال د اګست پر ۲۵مه نېټه هغې په پارلمان کې ويلي ول: «ټول نړيوال ائتلاف، موږ ټولو په ډېره څرګنده توګه د دې پرمختګ د سرعت په اړه ناسم اټکل کړی وو. دا پر آلمان هم صدق کوي.»
په څېړنيز کمېسيون کې میرکل، ټینګار وکړ چې اوس تقريباً درې کاله وروسته هغه د بيا کتنې په ترڅ کې د آلمان پوځي هلې ځلې سمې بولي. د هغې پريکړنده استدلال دادې چې د ۲۰۰۱م کال د سپتمبر پر ۱۱مه نېټه په امريکا کې تر بريدونو وروسته له افغانستان څخه نور ترهګريز بريدونه باید پلان نه شي. دا هدف ترلاسه شو خو نور څه نه.
«کلتوري توپيرونو هم پکې مهم نقش لرلی»
دې پخوانۍ صدراعظمې ديموکراسۍ، د ښځو حقونو او مذهبي آزادۍ ته په اشارې سره وويل: «موږ باید درک کړو چې د نورو ټولو اهدافو په تړاو موږ ناکام شوي يو.»
میرکل وويل: «کلتوري توپيرونه تر هغه جدي ول چې زه یې تصور کولی شم.» د هغې په خبره اوس چې څه را پاته دي هغه د افغانستان له خلکو سره د مرستو دوام دی.
د څيړنيز کمېسيون ډېرې پوښنې د افغان سیمه ایزو همکارانو پر برخليک راڅرخي چې تر ۲۰۲۱م کال پورې یې د آلمان له پوځ، سفارت او له پراختيايي سازمانونو سره کار کړی وو. څو زره دغه کارکوونکي له خپلو کورنيو سره له افغانستان څخه راايستل شوي دي خو ټول یې نه.
د دفاع د وزيري ملاتړ
میرکل، وويل چې د هغه وخت د دفاع وزیرې انګريت کرامپ – کارنباور، د هغه غوښتنې ملاتړ يې وکړ چې د آلمان پوځ او فدرالي پوليسو د هغو سيمه ایزو همکارانو چې باید را وايستل شي، کړۍ پراخه کړل شي. ميرکل وويل چې هغه يوازې په لومړي سر کې د پراختيايي کډ کار د برخې د سيمه ایزو همکارانو په اړه يو څه زړه نا زړه وه. د نوموړې په خبره له دې سره هغې د دې تاثر مخه نيول غوښتل چې آلمان افغانستان يوازې پريږدي.
د ميرکل نظر د هيلګا براون، له شاهدۍ يا څرګندونو سره مطابقت درلود. هيلګه براون، په صدارت ماڼۍ کې د افغانستان د سیاست همغږي کوونکی وو او څو ورځې تر مخه د دې څېړنیز کمېسيون له لوري پوښتل شوی وو.
د آلمان د مسیحي ديموکرات ګوند دغه د پارلمان غړي د آلمان د استخباراتي ادارې (بي ان ډي) پلوي کړې وه. د آلمان استخباراتي ادارې دا له «احتمالا لېرې» ګڼله چې طالبان به ژر واک ترلاسه کړای شي.
هيلګه بروان د بي ان ډي سناریوګانې موجه ګڼي
بروان، په دې آند دی چې د بي ان ډي سناريوګانې د توجېې وړ دي. د آلمان د صدارت ماڼۍ دغه پخوانی مشر د بهرنيو استخباراتو د نقش په تړاو د خپل نظر له پاره داسې استدلال کوي: «کله چې سړی يو څه له احتماله لېرې بولي نو دا په دې معنا نه ده چې هغه څه ناممکن وي.»
د ميرکل، او براون، تر پوښتل کيدو وروسته اوس د دې څېړنیز کمېسيون علني غونډې پای ته ورسېدلې. دا کمېسيون به د ۲۰۲۵م کال په فيبرورۍ مياشت کې خپل رپوټ وړاندې کوي، په دې اړه له توصيو سره چې د افغانستان له ناکام شوي ماموريت څخه کوم درس باید واخیستل شي.