په کراچي کې د جامو د موډ نندارتون
د کرونا وبا له خپريدو راهيسې په پاکستان کې د جامو د موډ لومړی نندارتون جوړ او پکې د دغه هيواد مشهورو ډيزاينرانو د ودونو له پاره جوړ شوي لباسونه نندارې ته وړاندې کړل.
د حبا فواد چوهدري له خوا طرحه شوی مود
د پاکستان د ساينس او ټیکنالوژۍ د وزير فواد چوهدري ميرمن حبا فواد په لومړي ځل د جامو په يوه فيشن شو کې خپل جوړ کړل شوي لباسونه وړاندې کړل. د جامو د ليبل نوم یې د لور نساء په نوم دی.
د جهيز د ناوړه دود په اړه پوهاوی
ډيزاينر علي ذيشان د خپلو لباسونو د وړاندې کولو ترڅنګ په پاکستان کې د جهيز د دود پر ضد هم غږ پورته کړ.
د مايا علي نوی فيشن
د پاکستان د فلمي صنعت مشهوره هنرمنده مايا علي د ويښتانو د يوه نوي فيشن سره راڅرګنده شوه.
سونيا حسين د «رشک قمر» سره راڅرګنده شوه
د فلمونو مشهوره هنرمنده سونيا حسين د ډيزانير زاها د «رشک قمر» په نوم کليکسيون له پاره په تخليق شوي لباس کې راڅرګنده شوه.
د ساره خان رومانيتک ستايل
ساره خان او فلک شير چې لږ موده مخکې یي واده سره کړی دی، د مديحه شعيب له خوا طرحه شوې جامې په ډير رومانتيک انداز نندارې ته وړاندې کړې. ساره خان په ټولنیزو رسنیو کې تر ۶۰ لکو ډير مينوال لري.
ښکلې عايشه عمر
د پاکستان د مشهور طنزي پروګرام «بلبلې» ښکلې هنرمنده عايشته عمر د مشهورې ډيزاينرې فایزه رحمان له خوا د لويدیځ پر طرز په جوړو شويو جامو کې.
د تلویزيون مشهوره جوړه
د پاکستان د تلویزيوني ډرامو مشهوره جوړه حرا ماني او عفان وحيد د عليشباه او نبيل له خوا په جوړو شويو جامو کې راڅرګنده شول.
له نانځکې سره
د نعمان او بهيا له پاره هنرمندې نمره خان د «ګړيا» يا نانځکې په نوم د جامو د کليکسيون جامې نندارې ته وړاندې کړې. له دې کبله ماډلانو هرې يوې له ځانه سره يوه نانځکه هم ستيج ته راړوله.
نڅا
په ودونو کې خو رقصونه وي، له همدې کبله هنرمندې امر خان او حماد شعيب هم راغليو نندارچيانو ته خپله نڅا وړاندې کړه.
د اذان سميع خان سندرې
د مشهور سندرغاړي عدنان سميع خان زوی اذان سيمع خان له موقع څخه په استفادې حاضرينو ته د خپل نوي البوم يوه سندره وويله.
د صبور علي دودیزې جامې
په پاکستان کې په عمومي توګه د ناوې لباسونه سور يا ګلابي رنګ لري. په همدې فکر د حارث شکيل له خوا جوړې شوې جامې هنرمندې او ماډلې صبور علي اغوستې وې.
د هنرمندې صاحبې تورې جامې
د فلمونو مشهورې پخوانې هنرمندې صاحبې د کاشيز له خوا چمتو کړل شوي جامې انتخاب کړي وې. دا چې په پاکستان کې په ودونو کې تور رنګ کم اغوستل کيږي نو له دې کبله د نوموړې موډ يو څه غير دودیز بريښيد.
نڅا او موډ
فهد حسين دا ځل خپل په لاس رنګ کړل شوي کالي له رقص سره نندارې ته وړاندې کړل.
جایزې ترلاسه کوونکي هنرمندان
په دي وروستيو کې د ښه هنرمند او ښې هنرمندې جایزه ترلاسه کوونکو عمران اشرف او يمنا زيدي د عظمی بابر جامې نندارې ته وړاندې کړې.
د لوېديځ موډ
هنرمند نعمان اعجار او زوی يې زاويار اعجاز د لويدیځ په عصري مود د برابرو دريشيو سره راڅرګند شول.