1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په زرو افغانان د کورنیو د الحاق له پاره ویزو ته انتظار باسي

۱۴۰۱ خرداد ۳, سه‌شنبه

په افغانستان کي د بحراني امنیت په ترڅ کي په زرونو افغانان له خپلو کورنیو سره د یوځای کیدو په موخه د جرمني د ویزې له پاره د عریضې ورکولو د وخت اخیستلو په تمه دي.

https://p.dw.com/p/4Bm2T
Symbolbild | Deutschland Familiennachzug
انځور: Patrick Pleul/dpa/picture-alliance

لکه څنگه چي د جرمني په پارلمان کي د کیڼ اړخه گوند د استازي کلارا بیونگر په غوښتنه د آلمان د حکومت له خوا هغه جواب څخه چي د (epd) په نامه رسنۍ په اختیار کي ورکړل سوی دی پکښې راغلي دي چې په اسلام آباد او نوي ډیلي کي د جرمني په سفارتونو کي د ویزې ورکولو په ادارو کي څه ناڅه ۵۰۰۰ کسانو خپل نومونه ثبت کړي دي.

په دې ډول به د هغوی د انتظار وخت څه د پاسه یوه کال ته ورسیږي. په تیره بیا پرته له محرمه ځوانو ښځو له پاره ډېره سخته ده چي اصلاً له افغانستانه راووزي.

په ۲۰۱۷م کال کي په کابل کي د جرمني د ویزو ورکولو د ادارې د تړل کیدو راهیسي، د کورنیو د الحاق له پاره د ویزو عریضه، په نوي ډیلي او اسلام آباد کي ورکول کیږي.

د آلمان د حکومت په حواله په اسلام آباد کي ۳زره ۴۵۵ او په نوي ډیلي کي څه ناڅه ۱۵۰۰ افغانان د ویزو اخیستلو د وخت له پاره ثبت سوي دي.

د جرمني د حکومت له خوا جواب کي راغلي دي چې د دې له پاره چي دغه پروسه آسانه سي، د ویزو ورکولو ادارو ته سپارښتنه سوې چي د په  اختیار کي ورکړل سوو امکاناتو څخه پراخه استفاده وکړي.

Pakistan Deutsche Botschaft in Islamabad
انځور: Thomas Imo/photothek/picture alliance

د مثال په ډول د اسنادو د بررسیو له پاره پروسه چې ډیر وخت یې نياوه، درول سوې ده. همدارنگه خارجه وزارت په دې هڅه کي دی چي د بررسۍ کولو له پاره آلمان ته د دغو عریضو د یوې برخي انتقالول پیل کړي. د دې کار له پاره باید د نورو ترڅنگ د بهرنیو چارو له پاره آلماني اداره کي نوي کسان وگومارل سي.

د جرمني د حکومت په حواله یو بل خنډ له افغانستان څخه وتل او د هغه په نتیجه کي د ویزې له پاره د عریضه ورکولو د وخت مراعاتول دي.  

طالبان د پخوا په شان پرته له پاسپورته هیچاته له هیواده د وتلو حق نه ورکوي. همدارنگه واک ته د طالباتو له رسیدو راهیسي، ځیني گاونډيو هیوادونو هم تر یوځایه د افغانانو پر مخ خپلي دروازې تړلي دي.

طالبانو د ښځو حقونه په شدت سره محدود کړي او مخ پر زیاتیدونکي ډول د بشري حقونو د فعالانو، خبریالانو او له لویدیځ پوځ سره پخوانیو کارکوونکو پر وړاندي له تشدد څخه کار اخلي.

بیورگر چي په خپل گوند کي د مهاجرت سیاست ویانده ده، که څه هم د کورنیو د الحاق له پاره د ویزه ورکولو پروسې چټک کیدل ستايي، خو د هغې په خبره دا هرڅه ډیر ناوخته او ورو ترسره سول.

په تیره بیا د ښځو په برخه کي دا هرڅه غیر منطقي دي، دا ځکه چي واک ته د طالبانو له رسیدو راهیسي د هغوی حالت یو وار بیا ډېر خراب سوی. هغوی په هر صورت کي د کورنیو د الحاق مستحقي دي.