د کافئین ډیر مصرف د ړندیدو خطر لوړوي
۱۴۰۰ خرداد ۲۳, یکشنبهد Sci Tech Daily مجلې په حواله هغه تحقیقات چي د بریتانوي ساینسپوهانو لخوا تر سره سوي دي، خصوصأ هغه کسان چي د ګلوکوم، (د سترګو توري اوبه) فامیلي او جنیټیکي سابقه لري، د سترګو د ړندیدو خطر یې ډیر لوړیږي. ځکه نو باید د کافئین مصرف راکم کړي. د سترګو دننه فشار د ګلوکوم د رامنځته کیدو سبب کیږي.
په دغو څیړنو کي د ۳۹ کلنۍ څخه تر ۷۳ کلنۍ پوري ۱۲۰۰۰۰
بریتانویانو خپل د کافئین د مصرف او ړندیدو د خطر په باب معلومات بیان کړي، د هغې جملې څخه دا چي ایا هغوی په ګلوکوم اخته دي او یا یې په فامیل کي یو څوک دغه تکلیف لري؟
تر درو کالو وروسته د سترګو محقیقینو د دغي څیړني ګډون کونکي ارزیابي کړل. نتیجه دا سوه، هغه کسان چي د سترګو جنیتیکي فشار یې لوړ دی، د کافئین ډیر مصرف یې د ګلوکوم په تکلیف د اخته کیدو او ړندیدو خطر تر نورو درې چنده ډیروي.
دغو څیړونو د هغو خلګو چي جنیتیکي د سترګو تکلیف یې هم نه درلودی، لیکن ډیر کافئین یې په مصرف رسولي وه، د سترګو تکلیف یې ډیر سوی دی.
ګلوکوم، کولای سي د دید او لیدو عصبي رشتو ته تاوان ورسوي او په اخره کي د انسان د ړندیدو سبب وګرزي. مریضان یې په اول سر کي چنداني نه احساسوي او علایم یې نه ورته معلومیږي، تر هغو پوري چي تکلیف يې پیشرفته سي او د سترګو د دید په تکلیف باندي اخته سي.
آ./م.ق.ن./ا.ا.