1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستافریقا

»اروپايي شرکتونو پر ډېرو هېوادونو د جاسوسۍ نرم افزار پلورلي«

۱۴۰۲ مهر ۱۴, جمعه

اروپایي شرکتونو پر داسې هېوادونو سافت وېر يا نرم افزار پلورلي چې د مخالفينو پر وړاندې يې کارولي. دغه خبره د پلټونکو خبريالانو يوې ډلې افشا کړې ده.

https://p.dw.com/p/4XBb0
د څارنې سافت وېر کمپيوټرونه او موبايلونه څارلی شي
د څارنې سافت وېر کمپيوټرونه او موبايلونه څارلی شيانځور: NomadSoul/Panthermedia/IMAGO

د اروپايي پلټونکو د همکاريو، فرانسې د مدياپارت او آلمان د شپیګل اوونيزې په همکارۍ دغه پلټنه ښيي چې راوپايي شرکتونو »ديکتاتورانو ته د يوې لسيزې زيات وخت راهيسې د انترنتي څارنې آلات ورکړي.«

زياته شوې چې »په وروستۍ لسيزه کې لويديځې نړۍ هغه ديجيتالي امکانات هڅولي او ورسره لېوالتيا يې ښودلې چې د ديموکراسۍ فعاليتونه د مطلق العنانه رژيمونو په هېوادونو کې غښتلي کوي« مګر »په ورته وخت کې اروپايي شرکتونو داسې مطلق العنانه رژيمو ته ديجيتالي امکانات ورکړي څو هر ډول ديجيتالي آله د مخالفينو په وړاندې د څارنې يوه غښتلې آله جوړه کړي.«د آلمان د ترهګرو د څار په نوملړ کې څوک شامل دي؟

دغه پلټنه د پرېداتور فايلز په نوم ياديږي چې په هغه سافت وېر يا نرم افزارو پسې نومول شوې ده چې له مخې يې د هغې پلورونکو »د ډېرو اروپايي هېوادونو له غيرفعالې همکارۍ« ګټه اخيستې ده. پلټنه د اينتلکسا آلاينس په نوم د شرکتونو پر يوه ګروپ ورټوله ده چې مطلق العنانه هېوادونو ته يې د پرېداتور په نوم کمپيوټري پروګرامونه ورکړي دي.

اينتلکسا د پخوانيو اسرائيلي استخباراتي چارواکو له خوا چلول کيږي چې اکثريت يې په اروپا کې مېشت دي. په دوی باندې په جولای مياشت کې د متحده آيالاتو له خوا بنديزونه هم ولګول شول. داسې ويل کيږي چې »فعالان، ژورناليستان او اکاډميکران د اروپايي او امريکايي چارواکو په ګډون په نخښه شوي دي.«امنستي: گوگل او فیسبوک بشري حقونه ترپښو لاندې کوي

د ۱۵ رسنيو له خوا شوې پلټنې ښيي چې دغه سافت وېر يا نرم افزار »د نړۍ په لږ تر لږه ۲۵ هېوادونو کې په اروپا، آسيا، منځني ختيځ او افريقا کې د بشري حقونو، مطبوعاتو د آزادۍ او ټولنيزو خوځښتونو د لاندې کولو له پاره کارول شوي.«

فرانسوۍ رسنۍ مدياپارت ويلي چې د نېکسا په نوم يوې فرانسوۍ کمپنۍ د پرېداتور پروګرام په »لږ تر لږه درو مطلق العنانه هېوادونو مصر، ويتنام او ماداګاسکار« پلورلی دی. مدياپارت دا هم وايي چې د جاسوسۍ دغه کمپيوټري پروګرام همداراز پر قطر، کانګو او پاکستان هم خرڅ شوی دی.