د اروپا له یوه کنج څخه بل ته لیږدونکی ریل ۵۰ کلن شو
۱۴۰۱ مرداد ۲, یکشنبهد سترګو تر لید پورې ګڼ ځنګلونه، شنه ورشوګانې، فصلونه او مختلفې ونې، د اروپا خاوره د طبعیت پر دغو نعمتونو سینګاره شوې ده. صوفیه کلمپل په اورګاډي کې ناسته او له کړکۍ څخه د دغو منظرو ننداره کوي. د ځمکې د دا ډول ښکلا لیدل انسان ته یو ځانګړی احساس وربخښي. د یورو ریل د سفر په هکله دا وایي: «د ریل سفر د الوتکې له سفر څخه ډیر حقیقي دی، د بیلګې په توګه د سفر په جریان کې تاسې په بهرنۍ نړۍ کې رامنځته شوي تغیرات مشاهده کولی شئ.»
۲۲ کلنه صوفیه چې په ډیر شوق سره د انټر ریل سفر کوي، باید د آلمان له زار بروکن ښار څخه د سلوانیا پلازمېنې لبُلیانا ته ۱۲ ساعته سفر وکړي. هغه دې سفر ته ډیر لیواله ده.
د انټر ریل پنځوسمه کلیزه
د آلمان د اورګاډي شبکې یا «دویچه بهان» د انټر ریل د پنځوسمې کلیزې په مناسبت د مبارکۍ پيغام په ترڅ کې د دې اورګاډي د خدماتو ستاېنه کړې ده او ویلي یي دي چې شعار یي: آزاداي، دوستي او ګډ ژوند دی.
د لومړي ځل له پاره په ۱۹۷۲ م کال کې دغه خدمات په آزمایشي ډول پیل شوي وو. انټر ریل ډیر زر وکولی شول چې د اروپا د اورګاډي خدماتو په برخه کې ځان مطرح کړي. له هغه وخت راهیسې تر اوسه پورې نږدې ۱۰ میلیونه مسافرو د انټر ریل پاس یا ټکټ خریداري کړی دی.
د انټر ریل ټکټ په وسیله د اروپا سفر کوونکي مسافر د ۳۳ اروپایي هیوادونو تر ۱۰ زرو ډیرو مقاماتو ته سفر کولی شي. په دې کې د ایټالیا، یونان او ترکیې ترمنځ د بیړیو سمندري مسیرونه هم شامل دي.
د انټر ریل پاس سره د سفر کولو وخت له درو ورځو نیولې بیا تر درو میاشتو پورې دوام کولی شي. د دا ډول ټکټ بیه د سفر کولو مودې او په پام کې نیول شوو ځایونو د شمیر په اساس سنجول کیږي. همدارنګه د فرسټ کلاس ټکټ قیمت هم فرق کوي. تر ټولو ارزانه انټر ریل ګلوبل پاس ۱۸۵ یورو قیمت لري.
انټر ریل ټکټ د سفر په جریان کې د توقف یا پاتې کیدو د ځای امکانات هم برابروي. اروپایان له جون میاشتې څخه نیولی بیا تر سپټمبر میاشتې پورې ډیر زیات سفرونه کوي.
په ځانګړي توګه د سیاحت مینه وال د سویلي او لویدیځ یا منځۍ اروپایي هیوادونو ته ډیر سفرونه کوي. په دې توګه د ایټالیا، فرانسې او هسپانیې په ساحلي سیمو کې د رخصتیو تیرونکي کسانو یوه لویه برخه بیا له انټر ریل پاس څخه استفاده کوي.
د صوفیه کلمپل د اټکل له مخې له انټر ریل ټکټ سره سفر کول له یوې خوا ارزانه تمامیږي او له بلې خوا مسافر له داسې یوه ښه احساس سره سفر کوي چې دغه سفر یې چاپيریال او اقلیم ته زیان نه رسوي.
د انټر ریل خدماتو شبکې یوه ویانده دا یو داسې احساس بولي چې یوازې د نقل او حرکت سره تعلق نه لري، بلکې د دې سفر تجربه د انسانانو ترمنځ یو بل ته د نیږدې کیدو او د یوه بل له خوی، خاصیت او کلتور سره د آشنا کیدو یوه وسیله هم بولي.
د انټر ریل ټکټ د خدماتو شبکې د روان میلادي کال په می میاشت کې خپلو مشتریانو ته د پنځوسمې کلیزې په مناسبت د ټکټونو په بیې کې ۵۰ سلنه تخفیف هم په پام کې نیولی وو چې د اروپا د سفر کولو مینه والو ترې ښه استفاده وکړه او د بل هر وخت په پرتله یې ډیر ټکټونه پلورل شوي و.
آژانسونه: ش.ن/ ا.خ.ح