اختراع شوې مرکه، مصنوعي ځيرکتيا او د آلمانۍ مجلې افتضاح
۱۴۰۲ اردیبهشت ۲, شنبهد آلمان د «ډي اکټويله» په نوم مجلې مسئوله مديره له خپلې دندې څخه ليري کړل شوې ده. دا د هغه وروسته چې د «فونکه» په نوم رسنيزي ډلې په ياده مجله کې د ميشايل شوماخر يوه داسي مرکه خپره شوه چې اختراع کړل شوې وه. يعني هغه له سره دا ډول يوه مرکه د يادې مجلې د همکارانو سره نه وه کړې.
له کار څخه ليري کړل شوې مسئوله مديره، انه هوفمن د ۲۰۰۹ کال راهيسي د يادې مجلې ژورنالسيتکه مسئوله مشره وه. د فونکه رسنيزي ډلې ويلي دي چې هوفمن يې په فوري توګه له کار ليري کړې ده. يادې ډلې د جمعې ورځي (د ۲۰۲۳ کال د اپريل ۲۱ نېټه) په ماښام د آلمان په ايسن ښار کې ياد معلومات ورکړل.
دغه هم ولولئ: آیا شتمن کسان تر نورو «ځیرک» دي؟
فونکه رسنيزې ډلې ويلي دي چې په ياده مجله کې د ميشايل شوماخر سره يوه داسي مرکه خپره شوې وه چې هغه حقيقي نه وه. د دغې ډلې په وينا ياده مرکه د «ډي اکټويله» مجلې د کاري ډلې له خوا د مصنوعي ځيرکتيا په مرسته جوړه شوې وه خو په کافي اندازه يې داسي نه وه په نخښه کړې چې معلومه شي چې دا اصلي مرکه نه ده.
يادې رسنيزي ډلې د مصنوعي مرکې خپرول «بې خونده» عمل بللی او ويلي يې دي چې دغه مرکه بايد چې هيڅکله هم نه وای خپره شوې. زياته شوې: «دا ډول عمل په هيڅ صورت د هغو معيارونو استازيتوب نه کوي چې لوستونکې يې د فونکه رسنيزي ډلې له مطبوعې څخه توقع کوي.» دا څرګندونې د يادي رسنيزې ډلې د مشرې بيانکا پوهلمن لخوا شوي دي.
ميشايل شوماخر چې د فورملا وَن سياليو څو ځله نړيوال اتل پاته شوی دی په ۲۰۱۳ کال د سکي پر وخت د يوې سختې حادثې سره د مخامخ کېدو راهيسي له عامه محضر څخه ليري په ګوشه نشينۍ کې ژوند کوي. د هغه د روغتيايي وضعيت په هکله ډېر کم معلومات شته. د هغه کورنۍ څو ځله تر مخه د رسنيو د راپورونو پر ضد حقوقي دعواوي کړي دي، په کومو کښې چې د دغه کس محرم شخصي حقونه نقض شوي ول.
آ./ا.ا./ن.ص.