زيمنس انرژي شرکت له افغانستان سره د همکارۍ تړون وکړ
۱۳۹۹ آبان ۲۶, دوشنبهد زيمنس شرکت د دوشنبې په ورځ (د نومبر ۱۶ مه) وويل چې د افغانستان له دولت سره یې برېښنا ته د لاس رسي په برخه کې يوه توافقنامه لاسليک کړې ده. زياته شوې چې دا تړون څو پړاونه لري چې د نوی کيدونکو منابعو څخه د برېښنا د توليد د کارونو مخته وړل هم پکې شامل دي.
د زيمنس انرژي شرکت او افغانستان د ماليې وزارت، د اوبو د چارو د تنظيم ملي ادارې او د افغانستان د برېښنا شرکت د تفاهم دا تړون د ولسمشر محمد اشرف غني په حضور کې لاسليک شوی دی.
ولسمشر غني په دې ترڅ کې وويل: «موږ به داسې يو افغانستان جوړ کړو چې وگړي یې د ډاډ وړ انرژۍ څخه گټه واخيستلای شي.»
هغه زياته کړې ده چې «د زيمنس شرکت له تجربو سره به افغانستان د خپل ستراتیژيک موقعيت او انرژۍ د توليد او انتقال د لوړ ظرفيت له لارې د جنوبي آسيا د انرژۍ مرکز وگرځوي».
افغانستان دمگړۍ له گاونډيو هيوادونو ازبکستان، ترکمنستان او ايران څخه د خپلې اړتيا ستره برخه انرژي واردوي. د هيواد د نورو برخو په څېر په کابل کې هم د برېښنا د نشتوالي ستونزه شته.
همدا راز د برېښنا مزي تل د وسله والو له خوا د بريدونو هدف گرځي. تاجکستان هم په جولای میاشت کې افغانستان ته د بريښنا خپل صادرات درولي ول.
دمگړۍ د افغانستان کابو يوازې يو پر دريمه برخه وگړي برېښنا ته لاس رسی لري.
ب. ص/ ن.ز (dpa)
زموږ له آرشيف څخه: