1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
ټولنهافریقا

د مصر د «مړو په ښار» کې نور لرغوني تابوتونه هم وموندل شول

۱۳۹۹ آبان ۲۵, یکشنبه

دا مصر د سقاره په نوم ښار کې دريمه پر لپسې مهمه موندنه ده.‌ دا ځل لرغون پوهانو داسې په سلګونو تابوتونه موندلي چې په ډېر ښه وضعيت کې لا قرار لري. د لرغون پوهانو په خبره موندل شوي تابتونه شاوخوا ۲۵۰۰ کاله پخواني دي.

https://p.dw.com/p/3lK8f
Ägypten I Archäologische Funde in Sakkara
انځور: Khaled Desouki/AFP/Getty Images

د سقاره په نوم د مصر د مړو ښار ډېر لرغونی دی او د پخوانو زمانو راهيسې يو سپېڅلی ښار بلل کيږي.‌ هغه د شاهانو د درې او د جيزې د اهرامو د مجموعې تر څنګ د مصر تر ټولو مهم لرغونی‌ ځای بلل کيږي چې کيندنې پکې صورت نيسي.‌

په دغه ښار کې په دې وروستيو کې ډېرې حيرانونکې موندنې شوې دي.‌ په سقاره کې لرغون پوهانو اوس په دريم ځل د لرغوني‌ مصر له دورې څخه تابوتونه موندلي دي.‌ په سپتمبر او اکتوبر مياشتو کې لرغون پوهانو هم هلته ډېر زيات سينګار شوي‌ تابوتونه موندلي ول او سره له دې چې د ۲۵۰۰ کلونو راهيسې هلته ځای پر ځای ول، وضعيت يې ډېر ښه وو. دا ځل د مصر د لرغونو اثارو د وزير خالد العناني په خبره څه باندې سل تابوتونه او ۴۰ مجسمې پيدا شوې دي.

Ägypten I Archäologische Funde in Sakkara
انځور: Khaled Desouki/AFP/Getty Images

د لرغوني‌ مصر د وروستۍ دورې تابوتونه

د دغه مصري وزير په خبره دغه تابوتونه د لرغوني مصر د وروستۍ دورې څخه دي چې ۲۵۰۰ کاله پخوا وه. لرغون پوهان د وزير په خبره په سقاره کې د نورو موندنو تمه هم لري.

د العناني‌‌‌‌ په وينا »السقارې يوازې يوه سلنه هغه شيان راښکاره کړي چې هلته پټ دي.« د مصر د لرغونو اثارو وزیر خالد العناني، همدا راز زیاته کړې چې که کيندنو ته دوام ورکړو،‌ نو تمه ده چې د نورو انسانانو او حيواناتو قبرونه به ومومو.»

Ägypten I Archäologische Funde in Sakkara
انځور: Khaled Desouki/AFP/Getty Images

سقاره د قاهرې څخه سويلي‌ خوا ته د نيل سيند په اوږدو کې پرته ده او د فرعونيانو په دوره کې د ممفيس د امپراتورۍ يوه هديره وه. له دې سيمې سره په تېره سيلانيان ډېره علاقه لري چې د يونسکو د نړيوال کلتوري ميراث د يوې برخې په توګه هم ثبت شوې ده.

so/rb (dpa)/ن ص/خ ح

زموږ له آرشیف څخه: