په پيرو او اکوادو کې زلزلې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې
۱۴۰۱ اسفند ۲۸, یکشنبهد سیمه ایز وخت مطابق د شنبې ورځې (د مارچ میاشتې ۱۸ نیټه) تر غرمې وروسته د ریشتر په مقیاس ۶،۸ درجې شدیدې زلزلې په سویلي امریکا کې د پیرو شمال او د اکوادور جنوبي ساحلي سیمې ولړزولې.
ملګري ملتونه: د زلزلې د مړو شمېر ښايي ۵۰ زرو ته لوړ شي
د دې زلزلې مرکز د اکوادور په سل کیلومترۍ کې د ګوایاکیل تر ټولو لوی بندري ښار ښودل شوی دی.
د رپوټونو په حواله د زلزلې په پایله کې تر اوسه پورې ۱۵ تنو په اکوادور او یو تن په پیرو هیواد کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د اکوادور چارواکي وایي چې د دغه هیواد شاوخوا ۳۸۰ تنه ټپیان شوي او ډیر نور چې شمیر یې معلوم نه دی تر ویجاړیو لاندې بند پاتې دي.
د پيرو هیواد لومړي وزیر ویلي دي چې په دې هیواد کې د زلزلې له کبله یوازې یوې ۴ کلنې ماشومې د کور چت د نړیدو له کبله خپل ژوند له لاسه وکری دی.
د زلزلې په پایله کې د اکوادور ولسمشر ګیلرمو لاسو، له خلکو غوښتي دي چې آرامه پاتې شي او په دې اړوند خبرونه یوازې د رسمي سرچینو څخه تعقیب کړي.
د رپوټونو په حواله د دې زلزلې په پایله کې ډیر شمیر ودانیو ته په ځانګړي توګه د اکوادور په سویل کې شدید زیان اوښتی دی او د دغو سیمو ډیر خلک اوس هم په سړکونو کې لیدل کیږي.
د ژغورنې لړۍ دوام لري
د وروستیو رپوټونو په حواله د زلزلې په سیمه کې ژغورونکي عملیات په ډیر شدت سره جریان لري، څو تر ویجاړیو لاندې بند پاتې شوي کسان را وباسي.
دا په داسې حال کې ده چې د بريښنا او همدارنګه د ګرځنده تکلیفونو شبکو پرې کیدو د مرستې رسونې بهیر لا زیات ستونزمن کړی دی.
د قربانیانو شمیر په داسې حال کې لوړ شوی دی چې د زلزلې رامنځته کیدو په لومړیو ساعتونو کې یوازې د ۴ تنو د مړينې خبر ورکړل شوی و.
په ترکیه او سوریه کې زلزله؛ د ساري نارغیو د خپریدو خطر
د قربانیانو شمیر له زیاتیدو سره هم مهاله د یوې سونامي رامنځته کیدو احتمال په اړه هم اندېښنې زیاتې شوي دي.
د آرام سمندر د سونامي خبرداري مرکز اعلان کړی دی چې د کومې سونامي پيښیدو انديښنه نه ده موجوده.
د یادونې وړ ده چې په ۲۰۱۶ م کال کې هم د ریشتر په مقیاس ۷،۸ درجې زلزلې اکوادور لړزولی و چې له امله یې ۷۰۰ انسانانو خپل ژوند له لاسه ورکړی و او زرګونو نور ټپیان شوي ول.
آژانسونه: ش.ن/ ا. و.ا