1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

محکمه: زده کوونکې اجازه نه لري په نقاب کي ټولگي ته ولاړي سي

ګل غوټۍ پوپل | پروتستانت خبري آژانس
۱۴۰۳ آذر ۱۴, چهارشنبه

د جرمني په دوسلدورف کي یوې زده کوونکې ته د مسلکي زده کړو په یوه ښوونځي کي په بشپړ حجاب کي د زده کړو اجازه ور نه کړل سوه.

https://p.dw.com/p/4njdJ
سمبولیک انځور: په آلمان کی سلافیاتې ښځې
محکمه: زده کوونکې اجازه نه لري په نقاب کي ټولگي ته ولاړي سيانځور: Boris Roessler/dpa/picture alliance

دغه پریکړه د نوردراین وستفالین ایالت اداري محکمې د چهارشنبې په ورځ (۲۰۲۴ م کال د ډسمبر ۴ مه) وکړه. په دې ډول په ټولگي کي د بشپړ حجاب د اغوستلو په هکله د یوې ۱۷ کلنې زده کوونکې او د هغې د والدینو عریضه رد سوه.

د محکمې په حواله، د مخ پټول د زده کړو پر اهدافو باندي د کارکولو په هکله چي پرانیستې اړیکې دي، د زده کوونکې له مکلفیت څخه سرغړونه بلل کیږي.

نوموړې محکمې په یوه بیان کي څرګنده کړه چي د پرانیستو اړیکو تدریسي مفهوم د ښوونکو او زده کوونکو او همدارنګه دزده کوونکو تر مینځ آزادو اړیکو ته اړتیا لري. په دې ډول په اصطلاح نقاب یا بشپړ حجاب چي یوازي سترگي ورڅخه ښکاري، د پرانیستو اړیکو مفهموم په ښکاره ډول محدودوي. د محکمې په حواله دغه ډول حجاب  د حکومت د ښوونې او روزنې ماموریت ته زیان رسوي.

په پرانیستو اړیکو کي لفظي او غیر لفظي اړیکې شاملیږي. دا کار په تیره بیا د شفاهي گډون د اروزنې په برخه کي صدق کوي. پرانیستې اړیکي او د فعالیت ارزونه د مقابل کس د مخ د څرنگوالي د په نظر کي نیولو پرته بریالۍ کیدای نه سي.

محکمه زیاتوي چي د نوموړي ایالت د زده کړو د اهدافو په پام کي نیولو سره، د زده کوونکي د عقیدې په آزادۍ کي ممکنه مداخله توجیه سوې ده. په ټولگي کي د بشپړ حجاب په هکله یوې قانوني مقررې ته اړتیا نسته، ځکه چي موجوده قوانین کافي دي. پر دغې پریکړې باندي کیدای سي له سره غور وسي.

د امر بالمعروف نوی قانون؛ د افغانانو ژوند به لا هم سخت کړي؟

Gulghuty Popal
ګل غوټۍ پوپل ګل غوټۍ پوپل له کلونو راهیسې د افغانستان په اړه د راډیويي او تلویزیوني خپرونو ویاندویي کوي.