1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ولي تومان خپل ۵۰ سلنه ارزښت له لاسه ورکړی؟

۱۳۹۹ مهر ۲۱, دوشنبه

د امریکا له خوا د ایران پر ۱۸ بانکونو او مالي ادارو د بندیز لګول کیدو تر خبر وروسته، د سرو زرو او آسعارو د تبادلې پر بازار هجوم زیات شو. د ډالرو بیه ۴ سلنه لوړه شوه او احتمال شته چې تومان خپل ارزښت لا زیات له لاسه ورکړي.

https://p.dw.com/p/3joFx
Iran Geldwechsler in Teheran
انځور: AFP/A. Kenare

د امریکا متحده ایالاتو له خوا د ایران پر ۱۸ بانکونو او مالي ادارو د بندیز لګول کیدو تر اعلان وروسته، د سرو زرو او آسعارو د تبادلې پر بازار د پام وړ هجوم رامنځته شو. د رپوټونو په حواله د صرافیو مخې ته خلک په کتارونو کې ولاړ دي.

د هرات او سلیمانیه د آسعارو په بازارونو کې د ډالرو د پلور بیه له ۳۰ زره تومانو څخه هم تېری کړی دی. د وروستیو رپوټونو له مخې د یکشنبې په ورځ د یوه ډالر بیه ۳۱ زره تومانه ته لوړه شوې ده. 

په همدې ورځ د یوه امریکایي ډالر په بیه کې د ۱۲۰۰ تومانه په زیاتیدو سره د یوه ډالر بیه ۳۱۱۵۶ تومانه ته لوړه شوه. دا په داسې حال کې ده چې کارپوهان په راتلونکي کې د ایران په بازارونو کې د ډالرو د بیې لا زیات لوړیدل له احتماله لیري نه بولي.

«تجار نیوز» د بانکي چارو کارپوه کامران ندري، په حواله لیکلي دي چې د ډالرو د بیو لوړیدل د ایران پر بانکونو د امریکا د بندیزونو له رواني تاثیر څخه سرچينه اخلي: «دا چې په عمل کې به د آسعارو د تبادلې بازار ته کومې ستونزې وزیږوي، تر اوسه معلومه نه ده.»

د آسعارو په بازار کې تحولات

د ایران پر ۱۸ بانکونو او مالي موسیسو د امریکا د بندیزونو لومړنۍ نتیجه د متحده عربي اماراتو د درهم او حوالو د بیې لوړیدل وو. کامران ندري، د ایران د راکړې ورکړې په بازار کې د اماراتو د مالي معاملاتو د اهمیت خبره کړې ده او د درهم د حوالو زیاتیدل یې د ایرن په بازارونو کې د ډالرو د بیې د لوړیدو اصلي دلیل بللی دی: «همدا امارات له نورې نړۍ سره د ارتباط وسیله ده، په همدې اساس زموږ د اړیکو زیانمنیدل کیدای شي د درهم پر بیې هم اغیز وکړي، درهم هم پر ډالرو تاثیر لري.»

د یوه ډالر بيه د ۳۰۰۰۰ تومانه له سرحد څخه لوړیدل د ایران د پولي واحد د سقوط کیسه کوي. د «دطلا، او اسعارو د اطلاع رسنونې شبکې» له خوا د اعلان شوو شمیرو له مخې د ډالرو د بیو د یوې میاشتې اوسط په پام کې نیولو سره د یکشنبې په ورځ ۱۲ سلنه لوړه شوې ده.

د ایران د پولي واحد د ارزښت را ټيټیدل په تیرو دریو او شپږو میاشتو کې څرګند دی. د بیلګې په توګه که په تیرو دریو میاشتو کې د ډالرو د بیو اوسط ته وکتل شي تر ۳۰ سلنه زیاتوالی ښيي.

دې ته په کتلو سره ويلای شو چې د یکشنبې په ورځ(د اکتوبر میاشتې ۱۱ نیټه) د ایران په بازارونو کې د ډالرو بیه په تیرو شپږو میاشتو کې ۱۰۰۰۰ تومانه لوړه شوې ده. یا په بل عبارت د تیرو شپږو میاشتو اوسط ته په کتلو سره تومان خپل ۵۰ سلنه ارزښت له لاسه ورکړی دی.

د ایران د اسعارو په بازار کې د یورو د خریدارۍ نرخ هم ۳۷۰۰۰ تومانه ته نږدې شوی دی. د ایران په بازارونو کې د نورو هیوادونو د پيسو بیې هم لوړې شوي دي.