آلمان په جنوبي کوریا کې د ملګرو ملتونو د قوماندانۍ غړی شو
۱۴۰۳ مرداد ۱۲, جمعهرويټرز خبري آژانس په حواله، آلمان د جمعې په ورځ (۲۰۲۴م کال د اګست ۲مه) رسماً په جنوبي کوریا کې د یو ان سي غړی شو.
دې سره آلمان د هغو هېوادونو په ډله کې ورګډ شو چې له شمالي کوريا سره د جنوبي کوریا له سرحداتو نظارت کوی او د دواړو کوریاګانو د احتمالي جنګ پېښېدو په صورت کې له جنوبي کوریا دفاع کوي.
آلمان ۱۸م هيواد شو چې د ملګرو ملتونو سازمان د دغې قوماندانۍ چې مشري ېې امریکا کوي، غړی شو. تر دې مخکې ايټالیا په ۲۰۲۳ کې په دغه ډله کې ورګډه شوې وه.
د آلمان دفاع وزیر بوریس پیستوریس وويل چې دغه اقدام په هندو پسفیک سیمه کې د سولې او ثبات له پاره د برلین د ژمنې یوه «ښکاره اراده» ده. پيستوریس دغه خبرې د جنوبي کوریا په پلازمینه سويل کې د امریکا متحده ایالاتو په پوځي قوماندانۍ کې په همدې ارتباط جوړو شوو مراسمو کې وکړې.
هغه زیاته کړه: «موږ په لاډېره دایمي توګه خپله ژمنه ترسره کوو.»
د آلمان دفاع وزير په خپلو خبرو کې وویل چې یو ان سي په غړیتوب سره آلمان شمالي کوریا سره د جنوبي کوریا د سرحدونو د ساتنې په مسئولیت کې ورګډ شو.
د یو ان سي قوماندان او په کوریا کې د امریکايي ځواکونو مشر امریکايي جنرال پاول لاکیمره، وويل چې د آلمان په غړیتوب سره به په یو ان سي کې موجوده نظرونه او ظرفیتونو متنوع شي.
(Reuters)mks/nz
له ارشیف څخه: