په بدخشان کې د طالبانو د والي مرستیال وژل شوی
۱۴۰۲ خرداد ۱۶, سهشنبهاعلان
د طالبانو د بدخشان ولایت د اطلاتو کلتور رئيس معزالدين احمدي ويلي دي چې پېښه نن، سه شنبې سهار پر اتو بجو او پنځلسو دقيقو رامنځته شوې ده.
نوموړي زياته کړې: «نثار احمد احمدي او د هغه موټر چلوونکی په پیښه کې وژل شوي او نور شپږ ملکيان په دې ترڅ کې ټپيان شوي دي.»
اړونده موضوع: فيض آباد: د يوه بانک مخکې ځانمرګی بريدګر ووژل شو
نوموړي وويل چې ټپيان روغتون ته انتقال شوي دي او د کشفي او استخباراتي بنسټونو له خوا د پېښې په تړاو پلټنې پيل شوي دي.
تر اوسه لا معلومه نه ده چې د بريد تر شا د چا لاس دی خو دا په افغانستان کې په تېرو څو اوونيو کې لومړۍ لويه چاودنه ده.
اړونده موضوع: طالبانو بیا یوولس کسانو ته علني سزا ورکړې
د طالبانو حکومت د داعش پر ضد عمليات ترسره کوي چې د کابل په شمول یې په ښاري مرکزونو کې د سترو بريدونو د ترسره کولو مسئوليت پر غاړه اخلي.