پر طالب چارواکو د امریکا نوي بندیزونه او د طالبانو غبرګون
۱۴۰۲ آذر ۱۸, شنبهافغانستان لپاره د امریکا د ماموریت شارژدفیرې کارن ډیکر وايي، د طالبانو د امر باالمعروف وزیر خالد حنفي او د علومو اکاډمۍ لپاره د طالبانو نومول شوی مشر فریدالدین محمود د بشري حقونو په جدي سرغړونو کې ښکېل دي. نوموړې پر خپله ايکس پاڼه لیکلي: « موږ دوی د دې لپاره مسئول ګڼو چې دوی د افغانستان نیمایي نفوس له خپلو حقونو بې برخې کړی دی.»
هغې د بشري حقونو د ورځې او د بشري حقونو د نړېوالې اعلامیې د ۷۵مې کلیزې په مناسبت د امریکا د ماليي وزارت اعلامیه خپره کړې، چې په هغې کې د دغو دوو طالب چارواکو سربیره د نهو نورو هېوادونو پر شلو کسانو هم د محدودیتونو لګېدو خبر ورکړل شوی.
په دې اعلامیه کې د طالب چارواکو په اړه راغلي: «محمود د طالبانو تش په نوم کابینې غړی دی، په کومه کې چې تر شپږم ټولګي پورته د ښځو او نجونو د ښوونیزو مرکزونو د تړل کېدو پریکړه شوې. هغه د افغانستان د علومو اکاډمۍ مشري کوي چې پر ښځو او نجونو د زده کړو د بندیز ملاتړی دی.»
دغه راز، د طالبانو د امر باالمعروف وزیر خالد حنفي په اړه اعلامیه وایي: «د ۲۰۲۱ میلادي کال له اګست راهیسې د طالبانو د امرباالمعروف وزارت کارکوونکي د بشري حقونو په جدي سرغړونو کې ښکېل دي، چې په دغو سرغړونو کې وژنې، برمته نيونې، دُرو وهل، وهل او ټکول شامل دي.»
د امریکا د اعلامیې له مخې، افغانستان په نړۍ کې لومړی هېواد دی چې پکې نجونې او ښځې تر ثانوي زده کړو پورته د تحصیل دوام اجازه نه لري.
د امریکا پر وینا دغه جنسیتي توپيري چلند د منلو نه دی.
د طالبانو غبرګون
طالبانو بیا ددې ډلې پر دوو چارواکو د امریکا د ماليي او بهرنیو چارو وزارتونو تازه بندیزونو ته په غبرګون کې دغه اقدام غندلی دی.
طالب ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپله ايکس پاڼه لیکلي: «په داسې حال کې چې پخپله امریکا له اسرائیلو څخه د ملاتړ په دلیل د بشر حقوقو په سترو ناقضینو کې قرار لري، پر نورو خلکو د بشر د حقوقو د نقض تور پورې کول او بیا بندیز پرې لګول غیر موجه او غیر منطقي دي.»
مجاهد زیاته کړې چې فشارونه او بندیزونه ستونزې نه شي هوارولی.
هاخوا د چارو شنونکي وايي، د ښځو او نجونو د زده کړو پروړاندې د طالبانو دریځ په بشپړ ډول غیر اسلامي او غیر انساني عمل دی.
د پوهنتون استاد عبید وردګ دویچه ویله سره په خبرو کې د بشري حقونو د سرغړونې پروړاندې نړېوال غبرګون هم خورا پڅ او یواځې ابزاري بولي.
«دغه موضوع یې د وسېلې په توګه ګرځولې، هر کله چې وغواړي خپلو موخو ته ورسیږي، همدغه د نجونو تحصیل، تعلیم او د هغوی حقونه د وسېلې په توګه کاروي.»
د کابل پوهنتون دغه پخواني استاد چې تېر کال یې د نجونو پر تحصیل د بندیز پر غبرګون له خپلې دندې استعفا هم وکړه، زیاتوي چې نړېوال له لومړۍ ورځې پوهېدل چې طالبان به د ښځو له زده کړو سره څه ډول چلند کوي: «کله چې د قطر په دوحه کې له دوی سره تړون کېده هغه وخت ترې د ښځو د تعلیم او د هغوی د حقونو په اړه هیڅ ډول ضمانتونه نه ول اخېستل شوي.»
پر دووطالب چارواکو د امریکا تازه بندیزونه داسې مهال دي چې یوشمېر طالب چارواکي هم د نجونو پر زده کړو له بندیز سره په زغرده مخالفت کوي.
له دې ډلې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شیرمحمد عباس ستانکزی دی چې څو ورځې وړاندې یې پر خپل حکومت غږ وکړ چې هېواد کې دې ټولو وګړو ته د زده کړو اجازه ورکړل شي.
دغه طالب چارواکي ان دا هم ویلي ویلي چې د نجونو له زده کړو سره مخالفت د یوشمېر کسانو «شخصي خواهشات» دي.
ده په ډاګه نه دي ویلي چې د طالبانو په حکومت کې څوک د شخصي خواهشاتو پر بنسټ د نجونو له زده کړو سره مخالفت کوي، خو زیاته کړې یې ده چې دا تګلاره د هېواد د بچیانو پروړاندې جفا ده.