په ترکيه او سوريه کې د زلزلې د ناورين انځورونه
د ترکیې او سوریې ترمنځ په سرحدي سيمو کې د سختې زلزلې له کبله په زرونه ودانۍ ويجاړې شوي دي. مرستندويان تر ويجاړيو لاندې په ژوندو پاته شويو پسې لټه کوي. انځورونه ښيي چې وضعيت څومره ډراماتيک دی.
زلزله سهار وختي شوې ده
د ديارباکير سيمې دا څو پوړيزه ودانۍ له هغو په زرونو ودانيو څخه يوه ده چې د ترکیې او سوریې ترمنځ په سرحدي سيمه کې ۷،۸ درجې سختې زلزلې نړولې ده. زلزله د سيمې پر وخت سهار وختي داسې مهال شوې چې زياتره خلک لا ويده ول.
په زرونو ودانۍ نړېدلي دي
چارواکو تر اوسه په سوريه او ترکیه کې د تر ۵۰۰۰ ډېرو کسان د مړني خبره کړې. زلزلې همدا راز تقريباً ۲۰ زره کسان زخميان کړي هم دي. په زرونو کورونه هم ويجاړ شوي دي لکه دلته (په انځور کې) د قهرمان مرعش ایالت د ديارباکير په ښار کې چې زياتره اوسيدونکي یې کردان دي.
په سختو شرايطو کې د ژغورنې عمليات
لکه دلته (په انځور کې) په آدانا ښار کې زيات شمیر ژغورونکي او ملکيان د ويجاړې شوې ودانۍ څخه د خلکو په رايستلو بوخت دي. تر دې قوي زلزلې وروسته سيمه نورو ۵۰ زلزلو هم لړزولې. تر ټولو قوي یې دوشنبه غرمه مهال رامنځته شوه چې د ریشتر په مقياس يې کچه ۷،۵ وه.
د سوریې شمال هم اغیزمن شوی
د سوریې شمالي ايالت ادليب هم اغیزمن شوی دی. د دوشنبې ورځې دې زلزلې چې په څو لسیزو کې تر ټولو زوروره بلل شوې، هغه سیمې اغیزمنې کړي چې د سوریې د کورنۍ جګړې پر وخت یې سخت زيان ليدلی وو. يوې عيني شاهدې دويچه ويله ته وويل چې په حلب کې مرستندويان بې له ماشينونو او ابرازو په ژوندو پاته شويو پسې لټه کوي.
په جګړه کې زيانمن شوي کورونه نړيدلي
په ادليب کې خلک د وارخطايي په حال کې له خپلو کورونو ووتل. لږ وروسته هغه لومړي کورونه ونړيدل چې د جګړې په ترڅ کې د روسیې د هوايي بریدونو له کبله زيانمن شوي ول خو نوي ودان شوي کورونه هم ونړېدل. د سرماده سيمې يوه خبريال دويچه ويله ته وويل چې بشبړې کورنۍ تر ويجاړيو لاندې شوي دي.
«سپين خولۍ» په مرسته بوخت دي
د سوریې د کورنۍ جګړې په ترڅ کې د «سپين خوليو» په نوم رامنځته شوې مرستندويه ټولنه د سوریې په شمال کې د ياغيانو په سيمه کې د ژغورنې په عملياتو کې برخه اخلي. د يادې ټولنې دغه دوه غړي په زردانا سيمه کې په ژوندو پاتو شويو پسې لټه کوي.
تاريخي ودانۍ هم سختې زيانمنې شوي
کلتوري خزانو هم په زلزله کې زيان ليدلی دی. د ترکیې په ملطيه سيمه کې د ديارلسمې پيړۍ مشهور جومات هم سخت زيانمن شوی دی. په دې ترڅ کې توپان او واورو د ژغورونکو کار نور هم سخت کړی دی. ترکیې د دوشنبې په ورځ د ناټو له خپلو شریکانو او همدا راز له اروپايي ټولنې څخه د ژغورنې او ژوندي پاتو شويو د راايستلو په برخه کې د مرستې غوښتنه وکړه.
بشپړې سيمې مرستې ته اړتيا لري
ځينو هيوادونو او حتی اوکراين هم د مرستې وړاندیز کړی دی. د آلمان د کورنيو چارو وزيرې نانسي فيزر خبريالانو ته وويل چې د بيړنيو مرستو زمينه برابره شوې او لومړنۍ مرستې ناورين ځپلو سيمو ته پر لاره دي چې په هغه کې د عاجل سرپناه وسايل او د اوبو رسولو دستګاوې شاملې دي. نوموړې وويل: «موږ باید هېر نه کړو چې هلته د سړې هوا له کبله هم وضعيت ډېر حساس دی.»
د کانتېنرونو په بندر کې د اور لمبې
د ترکیې بندري ښار اسکندرون زلزلې سخت اغیزمن کړی دی. په زرونه کانتينرونه د زلزلو جټکو ولړزول او چپه شول. په ځينو کې یې اور هم ولګيد. تر زلزلې وروسته د ښار فضا لوګيو هم پوښلې وه.
روغتون هم ويجاړ شوی
د اسکندرون ښار په روغتون کې چې د دوشنبې ورځې په زلزله کې یې ځیني برخې ویجاړې شوي دي، د ژغورنې عمليات ترسره شول. هلته هم تر ويجاړيو لاندې يو شمير کسان وژغورل شول.
نړيوالې مرستې
د سرې مياشتې کمېټې د دوشنبې په ورځ زيانمنو شويو سيمو ته د مرستو په انتقالولو پېل وکړ. د بغداد (په انځور کې) له يوه پوځي هوايي ډګر څخه په مرستندويه توکو بار يوه الوتکه د سوریې پر لور پرواز ته چمتووالی نیسي.
له اغیزمنو سره مرسته
د نړيوالو له خوا خواخوږي ډېره ده - په شخصي توګه هم خلک هڅه کوي د ناورين ځپلو سره مرسته وکړي. په دنهاک کې د ترکانو دا کلتوري مرکز په ترکيه کې د اغیزمنو شويو له پاره توکي راټولوي.