د کروشیا پلیټ ویټسا لیکس ملي پارک د طبعیت یو شاهکار دی
پلیټ ویټسا لیکس د کروشیا یا کرواسیا جمهوریت تر ټولو لرغونی او ستر ملي پارک دی. هر کال ډېر سیلانیان له دې ځای څخه لیدنه کوي. د دې زړه راښکونکي پارک په اړه لا زیات معلومات په دې انځوریز رپوټ کې لوستلی شئ:
د کروشیا تر ټولو لرغونی پارک
پلیټ ویټسا لیکس، د کروشیا تر ټولو لوی لرغونی ملي پارک دی چې په یوه غرنيزه سیمه کې موقعیت لري. د دې پارک طبیعي ښکلا تل له فطرت سره مینه کوونکي ځانته را جلب کړي دي.
نړیوال کلتوري میراث
د ۱۹۴۹م کال د اپریل پر ۸ نیټه دا پارک د کروشیا لومړی ملي پارک وبلل شو. تر دې وروسته د ۱۹۷۹م کال د اکتوبر مياشتي پر ۲۶ دا د یونیسکو د نړیوالو کلتوري میراثونو په نوملړ کې شامل کړای شو.
د جهیل په زړه پورې منظرې
په ۱۹۹۷م کال کې د دې ملي پارک ساحه پراخه کړای شوه چې اوس یې مساحت ۳۰۰ کیلومتره مربع ته رسیږي. په دې پارک کې ۱۶ کوچني او لوی جهیلونه موجود دي. د دې جهیلونو د لیدلو له پاره اووه د موټرو او څلور پلې منزل لارې جوړې شوي دي.
د جهیلونو ساتنه د ټولو مسئولیت دی
دغه پارک ټول کال د سیلانیانو پر مخ پرانیستی وي، خو د مسئولینو له خوا پر څو شیانو شدید بندیز لګول شوی دی، د بیلګې په توګه، د بوټو یا ګلانو شکول او یا په جهیل کې موجودو کبانو ته د خوړو ورکول او یا ورته د کثافاتو غورځول. سربیره پر دې په جهیلونو کې لامبلو ته هم اجازه نه ورکول کیږي.
پلیټ ویټسا لیکس ته د ورتګ پر مهال باید کوم ټکې په پام کې ونیول شي؟
که غواړۍ د دې پارک د په زړه پورې منظرو له لیدلو څخه خوند واخلئ، نو باید څو لارښوونې عملي کړئ. د بیلګې په توګه دلته له راتګ څخه مخکې باید ډاډ ترلاسه کړئ چې هوا مناسبه ده، د مناسبو جامو اغوستل، او د داسې بوټانو په پښو کول هم مهم دي چې وروسته مو بیا په تکلیف نه کړي.