1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له IMF څخه قرضه؛ باجوه له امریکا مرسته غوښتې ده

۱۴۰۱ مرداد ۸, شنبه

د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاويد باجوه له واشنګټن څخه هيله کړې چې پاکستان ته د پيسو له نړيوال صندوق څخه د قرضې د ژر رسېدلو لپاره همکاري وکړي. پخوانی لومړی وزیر عمران خان وايي دا د پوځي مشر دنده نه ده.

https://p.dw.com/p/4EuDW
Pakistan Premierminister Imran Khan
آرشيف انځور ـ پخوانی لومړی وزير عمران خان، جنرل قمر جاويد باجوه او پخوانی د دفاع وزير پرويز خټکانځور: Anjum Naveed/AP/picture alliance

د رويټرز خبري آژانس د راپور له مخې د پاکستان لوی درستيز جنرال قمر جاويد باجوه له واشنګټن څخه هيله کړې ده چې د پيسو پر نړيوال صدوق (IMF) خپل اغېز وکاروي. باجوه هيله کړېده چې واشنګټن دې دا يقيني کړي چې د پيسو نړيوال صندوق ژر تر ژره پاکستان ته قرضې ورسوي.

پاکستان د جولای مياشتي په پېل کي د (IMF) سره د ۱،۱۷ مليارد ډالرو د قسط پر ادا کولو توافق کړی ؤ. خو د دې لپاره چي ياده نړيواله اداره پاکستان ته دغه مقدار پيسې ورکړي، لومړی بايد د دغې ادارې د مشرتابه پلاوی بايد دا تائيد کړي. اټکل کيږي د دغه هيئت غونډه به د اګست په مياشت کي دايره شي.

د رويټرز خبري آژانس د بيلو حکومتي منابعو پر اساس راپور ورکړی دی چې جنرال باجوه و امريکا ته ويلي دي چې د پاکستان سره مرسته وکړي چې د ۱،۱۷ ملياردو ډالرو ياد قسط ژر پاکستان ته ورکول شي. د سرچینو د معلوماتو پر اساس د باجوه له خوا د امريکا سره تماس د روانې اونۍ په پېل کي نيول شوی ؤ.

حکومتي منابعو د نوم نه ښودلو په شرط رويټرز خبري آژانس ته ويلي دي: «هو زموږ د پوځ مشر د امريکا سره تماس ونيوی. موږ دا نشو ويلای چې د امريکايانو غبرګون څه شی ؤ، خوږ موږ فکر کوو چې په داسې يو حساس پړاو کې دا يو ښه اقدام ؤ.»

د امريکا د متحده ايالاتو د باندنيو چارو د وزارت يو وياند په دې هکله وويل: «د امريکا متحده ايالاتو چارواکي په دوامداره توګه د پاکستاني چارواکو سره پر بېلابيلو موضوعاتو خبري کوي. اصولا موږ پر دا ډول سفارتي اړيکو باندي تبصره نه کوو.»

د پاکستان پوځ مطبوعاتي دفتر هم د باجوه له خوا و واشنګټن ته د تليفون کولو په هکله کومه اعلاميه نه ده خپره کړې.

عمران خان: دا د يو پوځي مشر دنده نه ده

د پاکستان پخواني لومړي وزير او د تحريک انصاف ګوند مشر عمران خان د يوه خصوصي تلويزيون سره د خبرو پر وخت د باجوه او واشنګټن تر منځ د تليفوني اړيکي په هکله د يو سوال په ځواب کې وويل: «که دا خبره ریښتیا وي نو د دې مطلب دا دی چې موږ مخ په وړاندي د کمزوره کېدو په حالت کي يو، له همدې امله د پوځ مشر دا کار کړی دی. که نه نو دا د پوځ د مشرتابه کار نه دی.»

عمران خان زياته کړه: «که امريکا زموږ سره مرسته وکړي، نو آيا په بدل کي به له موږ څخه غوښتنې ونلري؟ څه غوښتنه او مطالبه به راڅخه وکړي؟ زه خو دا بېره لرم چي د هيواد امنيت به زيانمن شي.»

د.و.ا./ا.ا./ا.خ.ح.