1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«انګلستان دې له افغانستان سره د کرېکټ سيالۍ تحريم کړي»

۱۴۰۳ دی ۱۸, سه‌شنبه

د بریتانیا د پارلمان ځینو غړو د انګلستان له کرېکټ بورډ غوښتي، چې له افغانستان سره د بشري حقونو او ښځو د زده کړو په برخه کې د محدوديتونو له وجې له کرېکټ سیالیو بایکاټ وکړي.

https://p.dw.com/p/4ouPk
ارشیف انځور: د افغانستان او انګلستان ترمنځ د کرېکټ سیالۍ
ارشیف انځور: د افغانستان او انګلستان ترمنځ د کرېکټ سیالۍانځور: Gareth Copley/Getty Images

د بریتانیا د پارلمان ځینو غړو د انګلستان له کرېکټ بورډ غوښتي، چې له افغانستان سره د بشري حقونو او ښځو د زده کړو په برخه کې د محدوديتونو له وجې له کرېکټ سیالیو بایکاټ وکړي.

 خو د انګستان کرېکټ بورډ، د پارلمان د لیک په غبرګون کې ویلي چې د کرېکټ په تړاو باید د ټولو هېوادونو له لوري یو ډول چلند وشي.

د انګلستان د کرېکټ له لوبډلې څخه چې په پام کې ده په راتلونکې میاشت په چمپینز ټرافي سیالیو کې له افغانستان کرېکټ لوبډلې سره مخامخ شي، د بریتانیا د پارلمان ځینو غړو ترې له افغان کرېکټ لوبډلې سره د لوبې نه کولو غوښتنه کړې ده.

د بریتانیا پارلمان د تیرې دوشنبې په ورځ په یو لیک کې چې د شاخوا ۱۶۰ غړو له لوري لاسلیک شوی، د انګلستان له کرېکټ بورډ (ECB) غوښتي، چې په افغانستان کې له ښځو سره د طالبانو د چلند په غبرګون کې له دغه سیالیو تیر شي.

په افغانستان کې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته یادې ډلې د ښځو پر کار، زده کړو او یو شمېر ټولنیزو ازادیو بندیزونه ولګول.

انګستان کرېکټ ملي لوبډله په ۲۰۲۲م او ۲۰۲۳م کال کې له افغانستان سره په نړیوالو جامونو کې مخ شوې وه
انګستان کرېکټ ملي لوبډله په ۲۰۲۲م او ۲۰۲۳م کال کې له افغانستان سره په نړیوالو جامونو کې مخ شوې وهانځور: Money Sharma/AFP/Getty Images

د طالبانو په بندیزونو کې ښځې له ټولو ورزشي سیالیو منع شوي او ډېر شمېر ورزشکارنې مجبورې شوي چې هېواد پرېږدي.

ټاکل شوې د انګستان کرېکټ ملي لوبډله د راتلوونکې فبرورۍ میاشتې په ۲۶ مه نېټه د پاکستان په لاهور ښار کې د چمپینز ټرافي په ګروپي سیالیو کې له افغانستان سره مخ شي.

د بریتانیا پارلمان له لوري کرېکټ کرېکټ بورډ ته په استول شوي لیک کې ویل شوي: «موږ له کرېکټ بورډ څخه غوښتنه کوو چې د فبرورۍ په ۲۶ مه نېټه د کرېکټ نړیوالې شورا د چمپینز ټرافي ګروپ سیالیو کې د افغانستان په وړاندې د راتلونکې لوبې بایکاټ ته پام وکړي ترڅو دا روښانه سیګنال واستوي چې دا ډول ناوړه سرغړونې به ونه زغمل شي.»

 

خو د انګستان کرېکټ بورډ، د پارلمان د لیک په غبرګون کې ویلي چې د کرېکټ په تړاو باید د ټولو هېوادونو له لوري یو ډول چلند وشي.

د انګستان د کرېکټ بورډ اجرایوي رییس ریچارډ ګولډ ویلي چې په نړیوال کرېکټ کې باید له افغانستان سره ټول هېوادونه یو ډول چلند وکړي.

د انګلستان کرېکټ ملي لوبډله په ۲۰۲۳ م کال کې له افغانستان سره د نړیوال جام پر مهال
د انګلستان کرېکټ ملي لوبډله په ۲۰۲۳ م کال کې له افغانستان سره د نړیوال جام پر مهالانځور: Money Sharma/AFP/Getty Images

ګولډ ویلي، د انګستان کرېکټ بورډ په افغانستان کې له ښځو سره د طالبانو چلند په کلکه غندي خو دا چې د کرېکټ نړیوالې شورا د افغاستان د کرېکټ په اړه کومه پرېکړه نه ده کړې، نو دوی به د «ای سي سي» په چوکاټ کې سیالیو ته دوام ورکړي.

کرېکټ؛ آسترالیا له افغانستان سره د لوبو سیریز لغوه کړ

انګلستان تر دې مخکې په ۲۰۲۳ کال کې د کرېکټ په ۵۰ اوریزه نړیوال جام کې او همدارنګه د ۲۰۲۲ کال په شل اوریز نړیوال جام کې له افغانستان سره مخامخ شوی وو.

تېر کال اسټرالیا د ښځو لپاره د بشري حقونو د خراب وضعیت له امله له افغانستان سره د شل اوریزو لوبو لړۍ لغوه کړه.

د افغانستان د کریکټ راتلونکی څنګه دی؟

هيلۍ اسد د ژورنالیستې په توګه د افغانستان پر حالاتو څار او د خلکو ستونزو ته انعکاس ورکول@HelayAsad1