د افغانستان او نیوزیلنډ تر منځ په څلورمه ورځ هم لوبه ونه شوه
۱۴۰۳ شهریور ۲۲, پنجشنبهد افغانستان او نیوزیلنډ تر منځ د کریکټ ټېسټ لوبه د هندوستان په ګريتر نويدا لوبغالې کې تنظیم شوي، چېرې چې له دوو اونیو راهیسې اورښتونه ادامه لري.
رويټرز خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې نن پنجشنبه د سپتمبر ۱۲مه هم د نورو ورځو په څېر باران وو چې له کبله ېې لوبڅارانو د لوبې د نه ترسره کولو پریکړه وکړه.
د افغانستان کريکټ بورډ هم پر خپلې فېسبوک پاڼې ليکلي چې د افغانستان او نیوزيلنډ ترمنځ «د یوازينۍ ټیسټ لوبې په څلورمه ورځ هم د دوامداره او شدید اورښت له امله نه ترسره کیږي.»
د موسم په هکله وړاندوينې د اوونۍ په پاتې ورځو کې هم د اورښت امکان ښودلی، چې په دې اساس داسې ښکاري چې د افغانستان او نیوزیلند تر منځ دغه سيالۍ ونه شي.
رويټرز دافغانستان د کريکټ بورډ د ېوې سرچينې له قوله وايي چې دوی د دغو سیالیو له پاره د دوه نورو لوبغالو په پرتله د ګريټر نويدا لوبغالې ځکه انتخاب کړه چې نوي ډيلي ته نزدې ده او له کابله ورته پروازنه اسانه دي.
(Reuters)mks/nz