په اوس وخت کې اروپايي ملکونو ته د سفر شرايط
مختلفو اروپايي هيوادونو د کرونا ویروس د خپريدو د مخنیوي په موخه يو لړ سفري محدوديتونه اعلان کړي دي. د کرونا تیست درلودل پر پوله يو له دغو محدوديتونو څخه ګنل کيږي. لا ډير معلومات له انځورونو سره وګورئ!
د چک جمهوريت
چک جمهموریت د کرونا له ډير بد حالت سره مبارزه کوي. حکومت غواړي نوي کرونايي محدوديتونه وضع کړي. په نوو مقرراتو کې به خلکو ته په خپلو سیمو او کورونو کې د پاتېدو ويل کيږي.
فرانسه
فرانسې د مارچ پر ديرشمه د دریم ځل له پاره په ټول هیواد کې د سرتاسري لکډاون اعلان وکړ. علت يې په وروستيو کې د کرونا په مثبتو پیښو کې ډېروالی ښودل شوی. د فرانسې ولسمشر، امانوئل ماکرون به د اپريل پر لومړۍ نيټه پارلمان ته په دې اړه تفصيلي معلومات ورکړي. سفري محدویتونه به هم واضح شي.
پولند
هغه هیوادونه چې د اروپايي اتحاديې غړيتوب نه لري، يوازې پولند ته کولی شي ضروري سفرونه وکړي. د پولند سرحدونه د اروپايي اتحاديې د اکثرو غړو هیوادونو د اوسيدونکو پر مخ خلاص دي. خو هر څوک چې پولند خاورې ته ننوځي باید لس ورځې ځان قرنطين کړي.
فنلند
په فنلند کې لا هم بيړنی حالت ادامه لري. په فنلند کې کرونايي محدويتونه د اپريل تر ۱۷مې پورې غځولي شوي دي. شرابخانې او ريستورنټونه له تړلو مستثنا دي. هغه کسان چې غواړي د فنلد خاورې ته داخل شي باید په سرحد کې د کرونا تيست ورکړي.
سويډن
د اکثرو اروپايي هیوادونو اوسیدونکي د سفر پر مهال د کرونا منفي تیست ته اړتيا لري. دغه تیست باید له ۴۸ ساعتونو څخه زوړ نه وي، له دې پرته به له سرحده بیرته ګرځول کيږي. دغه مقررات به د می میاشتې تر ۳۱مې پورې وي.
دنمارک
دنمارک د اپريل میاشتې تر ۲۹ مې پورې خپل بندرونه پر مساپرو بند کړي دي. يوازې هغه افراد چې قانوني دلایل او د کرونا منفي تیست ولري کولی شي دغه هیواد ته داخل شي. د کرونا تیست يې باید له ۴۸ ساعتونو څخه زوړ نه وي. له آلمان سره پر سرحد به هم همداسې کنترول موجود وي.
سويس
سويس د شينګن سيمې ټولو هیوادونو سره پر خپلو داخلي سرحدونو کنترول لري. هغه افراد چې له «لوړ خطر» درلودونکو هیوادونو څخه سويس ته داخلیږي له داخلیدو سره سم لس ورځې باید قرنطین وي. سويس پر بريتانيا او سويلي افریقا هیوادونو باندې د غیرضروري سفرونو بنديز هم لګولی.
لوګسامبورګ
هغه مساپر چې د اروپا د شينګن سیمې هيوادونو څخه لوګسامبورګ ته داخلیږي د کرونا تیست لرلو ته اړتیا نه لري. خو هغه کسان چې د هوا له لارې دغه هیواد ته داخلیږي باید په هوايي ډګر کې د کرونا منفي تیست ښکاره کړي. له دریم ګړو اکثرو هيوادونو څخه غیرضروري سفرونه د اپريل تر ۲مې پورې بند دي.
ناروې
ناروې هم د کرونا ویروس د خپريدو د مخنيوي په موخه خپل سرحدونو د ټولو پر مخ تړلي. يوازې ضروري سفرونو ته اجازه شته، خو ناروې ته داخلیدو پر وخت د کرونا منفي تیست لرل ضرروي دی په داسې حال کې چې د ځينو هیوادونو اوسیدونکي دغه هیواد ته له داخلیدو سره سم باید د کرونا تیست وکړي. همدا ډول دوی باید راجستر او لس ورځې قرنطين هم شي. د منفي تیست د لرلو په صورت کې قرنطين ۷ ورځې دی.
ترکیه
ټول مساپر چې عمرونه یې ۶ او له شپږو پورته وي مخکې له دې چې د ترکيې خاورې ته دننه شي باید خپل د کرونا منفي تیست ښکاره کړي. ترکېې پر بريتانيا باندې، د نوي کرونا ویروس له امله پروازونه بند کړي دي. په ترکيه کې مغازې، رستورانټونه او مارکيټونه د اوونۍ په اوږدو کې د ورځې له ۱۰ بجو نه د شپي تر ۸ بجو پورې خلاص وي.
کرواسيا
کروشيا په خپلو سرحدونو کې نوي محدودیتونه د نوامبر پر ۳۰ مه اعلان کړي ول، خو يو څه استثنی ګانې شته. کروشیا په سفري محدويتونو کې د ترافيکي اشارو سیستم تعقیبوي. د اروپايي اتحاديې هر هیواد چې په «شین لیست» کې شامل دی کولای شي پرته له کوم محدودیته کروشيا ته داخل شي.