انځورونه: پر له پسې کرونا، سیاحت او نوي معلومات
کرونا هره ورځ په نړۍ کې خلک ګواښي. ډېرو ځایونو ته سفرونه بند دي او تر ډيره هغه خلک زیانمن شوي چې کاروبار يې د توریزم له صنعت سره تړلي دی. د نړۍ تر ټولو ښایسته سیاحتي ځايونو انځورونه او وروستي پرمختګونه وګورئ!
فرانسه
په فرانسه کې تر شپږ نیمې مياشتې ځنډ وروسته رستورانټونه او کافي شاپونه د خلکو پر مخ خلاص شوي دي.
فرانسه
په فرانسه کې تړل شوي موزیمونه، رستورانټونه، کافیانې او ځينې نور ځایونه بیرته د مشتریانو پر مخ خلاص شول.
اتریش
اتریش هم د تیرې چهارشنبې ورځې د می له ۱۹ مې له آلمان څخه ورتلونکو مساپرو پر مخ له قرنطين پرته د سفر امکانات برابر کړل. خو د کرونا واکسین او د منفي تیست تصدیق اوس هم مهم دی.
پراګ
پراګ هم د اکثرو اروپايي هیوادونو پر مخ خپلې دروازې پرانیستلې. هغه اروپايي هیوادونه چې په ۱۴ ورځو کې په هر ۱۰۰ زره کسانو کې د کرونا له ۵۰۰ کمې مثبتې پيښې ولري کولای شي پراګ ته سفر وکړي.
د هسپانيا بالئاري ټاپو
د بالئاري خپلواکې ټاپو ولسمشرې فرانسیا ارمينګول ويلي دي چې روان دوبي کې يوازې په هغه صورت کې د خلکو پر مخ مېلې او سيل ځایونه خلاص وي چې د کرونا واکسیناسیون په لوړه کچه تطبیق شوی وي. ممکن دغه وضعیت سږکال دوبي کې رامنځ ته نه شي.
واټیکان
واټیکان د می مياشتې پر ۳مه نېټه خپل موزیم د سیلانیانو پر مخ بيرته خلاص کړ. د موزیم مشرې باربارا جتتا وويل چې د لومړۍ ورځي له پاره شاوخوا ۱۰۰۰ سیلانیانو ځانونه راجستر کړي ول. واټیکان د ايټالیا د روم ښار په يوه برخه کې پروت د نړۍ تر ټولو کوچنی هیواد دی.
آلمان
په آلمان کې د کرونا مثبتې پيښې کمې شوي او له دې سره ټولنيز محدودیتونه هم مخ پر کميدو دي. د بيلګې په توګه مشتریان اوس کولای شي د برلین ښار د کافيانو مخې ته کښينې غذا او قهوه وخوري. په نورو ښارونو کې هم د کرونا د مثبتو پيښو په کمیدو سره محدوديتونه کمیږي.
آلمان
په آلمان کې د کرونا مثبتې پيښې کمې شوي او له دې سره ټولنيز محدودیتونه هم مخ پر کميدو دي. د بيلګې په توګه مشتریان اوس کولای شي د برلین ښار د کافيانو مخې ته کښينې غذا او قهوه وخوري. په نورو ښارونو کې هم د کرونا د مثبتو پيښو په کمیدو سره محدوديتونه کمیږي.
امریکا متحده ایالات
امریکا متحده ایالاتو د کرونا وبا له کبله سفري محدوديتونه سخت کړي، خو اوس يې آلمان او نورو اروپايي هیوادونو ته د سفر اضافي محدوديتونه اعلان کړي دي. دغه هیوادونه د امريکا حکومت د کرونا ویروس له اړخه د خطر سیمې ګڼي.
اسرائيل
اسرائيل پلان لري چې د می مياشتې په پای کې هغو سيلانیانو ته چې د کرونا واکسين يې کړی وي، د ورتلو اجازه ورکړي.
یونان
یونان د می مياشتې پر ۱۴مي وپتېيله چې د اروپايي اتحاديې غړو هيوادونو او د بریتانيا او سربیا په څير ځينو نورو هیوادونو پر مخ خپل سرحدونه خلاص کړي. یونان دغه اقدام د خپل کورني توریزم صنعت د خوندي ساتلو په موخه وکړ.
کرواسيا
کرواسيا آن د اپریل میاشتې له لومړۍ څخه سفري محدودیتونه لري کړل. خو شرط يې دا دی چې مساپر باید د کرونا د واکسین تصدیق ولري.
مالتا
مالتا هیواد غواړي چې د جون میاشتې له پيل څخه خپل سرحدونه په پراخه توګه د سیلانيانو پر مخ پرانیزي.
کروز سیاحتي کښتۍ
د کرونا وبا پر وخت د کروز سترې سیاحتي کښتۍ هم ودریدې. تر څنډ وروسته په لومړي ځل د دسامبر پر ۵ نېټه د آيده کروز کښتۍ د قناري ټاپو پر لور د یوې اوونۍ سفر پلان جوړ کړ. په دغې کښتۍ کې ۳۳۰۰ کسان ځایږي خو هغه وخت په رپوټونو کې ويل شوي ول چې نیمايي مساپر پکې ول.
استرالیا
د استرالیا هوايي شرکت، کانتاس ويلي دي چې غواړي په خپلو پروازونو کې د واکسين کول اجباري کړي. دغه شرکت ويلي: «موږ به د نړیوالو مساپر له پاره بورډ ته تر تلو مخکې د واکسين تصدیق لازم وګرځوو.»
هندوستان
هندوستان د وروستيو څو اوونيو په جریان کې د کرونا له تر ټولو سخت بحران سره لاس او ګریوان وو. تازه په دغه هیواد کې د کرونا پيښې يو څه کمې شوي دي. د رپوټونو له مخې په هند کې د کرونا له کبله د مړو شمیر له ۳۰۰ زرو څخه اوښتی دی. په انځور کې د هندوستان تر ټولو مشهور ځای تاج محل.