امريکا کې د بستر شوو کرونا ناروغانو نوی ريکارډ
۱۳۹۹ آذر ۱۵, شنبهپه متحده آيالاتو کې د جمعې په ورځ پر نوي ډول کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر سل زرو او ۶۶۷ موارد او په دې سره يوې نوې اندېښمنونکې ريکارډ کچې ته ورسېد. دغه خبره د جانز هاپکينز پوهنتون د ارقامو څخه څرګنديږي.
د دې تر څنګ په دغه هېواد کې د ابتلا د پېښو شمېر ۲۱۷ زره ۶۶۴ او د مړو کچه ۲۸۷۹ تنو ته ورسېده چې دا د اوونيو راهيسې د ورځنيو ريکارډونو يو وروستی ريکارډ دی. د کوويډ مرض د دغو ارقامو له مخې روغتونو ته د لېږل شوو ناروغانو شمېرې په ګڼ مېشته کليفورنيا، فلوريدا، نيو يارک او تکزاس آيالتونو کې په زياتېدو دي.
په کليفورنيا کې د بشپړ ټولبند خطر
په متحده آیالاتو کې د کوید ۱۹ د تازه پیښو دغه زياتوالي د کليفورنيا ځينې برخې دې ته اړ ايستلې دي چې تازه ټولبندونه اعلان کړي. د فلوريدا ګورنر يا والي د پنجشنبې په ورځ وويل چې په دغه آيالت کې ښايي د روغتونونو د جدي مراقبت ظرفيت د يو څو اوونيو په ترڅ کې ختم شي.
د کليفورنيا ګورنر ګېوين نيوسوم په روانه اوونۍ کې ويلي وو چې د ۴۰ ميليونه نفوس لرونکی دغه آيالت د دسمبر مياشتې تر نيمايي پورې د بشپړ ټولبند په لور روان دی.
زموږ له آرشیف څخه: