1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونهآلمان

يوه کس څرنگه د آلمان له دولته په جعل کارۍ ميليونونه رايستلي؟

۱۳۹۹ مهر ۲۳, چهارشنبه

د سه شنبې په ورځ د آلمان په بریمن ښار کې د هغه ۵۹ کلن کس محاکمه پيل شوه چې توانیدلی دی په جعلي اسنادو سره د دې ښار د اجتماعي مرستو له ادارې څخه شاوخوا ۶،۱ میلیونه یورو ترلاسه کړي.

https://p.dw.com/p/3juTU
Justizwachtmeister
انځور: picture-alliance/R.B.Fishman

دغه شخص په ۷۴۲ مواردو کې په جعل او تقلب تورن دی. پر هغه د لګول شوو تورونو پر اساس یاد کس د دوو خیریه اتحادیو تر عنوان لاندې، د بلغاریایي مهاجرو سره د مرستې په بهانه ډیري زیاتې پيسې ترلاسه کړي دي.

ویل کیږي چې نوموړي کس د دغو پيسو د ترلاسه کولو له پاره جعلي قراردادونه جوړ کړي دي او په ظاهره کې یې ګویا له یو شمیر نورو سره د شخصي کارځایونو په برخه کې مرسته کړې ده.

د هغه د عریضو پر اساس د آلمان د بریمن ښار د اجتماعي خدماتو د ملاتړ ادارې هغه ته په ۶۹۱ مواردو کې د اجتماعي ملاتړ په چوکاټ کې پیسې ورکړي دي او یوازې په ۳۳ مواردو کې یې د هغه عریضې یا درخواستونه رد کړي دي.

د محکمې د یوه ویاند په حواله د هغه پر وړاندې د تورونو ۹۲ مخيزه دوسیه جوړه شوې ده. د نوموړي د محکمې بهیر د دوام له پاره د تیرې سه شنبې ورځې (د اکتوبر میاشتې ۱۳ نیټې) څخه د راتلونکي کال تر جون میاشتې پورې څو جلسې په پام کې نیول شوي دي.