په چین کی تقریباً یو میلیون کسان د کرونا پر ضد واکسین سوي
۱۳۹۹ آذر ۱, شنبهدسینوفارم په نامه د دوا جوړولو چینایی شرکت دغه خبر د نوامبر پر ۲۰ مه نیټه د «وی چت» په نامه د پیغام رسونې د سرویس له لاری خپور کړی دی. د دغه شرکت رییس لیو جینگ ژن په یوې مرکې کي وویل چې د یوې اضطراري برنامې پر اساس، تر اوسه تقریباً یو میلیون کسان په چین کي د کرونا په مقابل کي واکسین سوي دي. هغه زیاته کړې چی تر اوسه د دغه واکسین د جدي جانبي اغیزو په هکله رپوټ نه دی ورکول سوی، بلکه په ډیرو لږو پیښو کي سپک علایم لیدل سوي.
د چین دولتي رسنۍ له څو اونیو راهیسي د ځانگړو ډلو لکه پوځي منسوبینو، طبي پرسونل او همدارنگه دیپلوماتانو او سترو دولتي شرکتونو د کارکوونکو له واکسیناسیون څخه خبر ورکوي. دا په داسې حال کې چي تر اوسه لا پر دغو کسانو د بالینی واکسیني تحقیقیاتو دریمه پړاو نه دی بشپړ سوی.
سینو فارم ویلی چي تولید سوی واکسین یې تر اوسه د عربي متحده اماراتو، بحرین، مصر، اردن، پیرو او ارجنتاین په شمول په لسو هیوادونو کي خپله دریمه بالینی مرحله تیره کړې ده.
نوموړي شرکت که څه هم تر اوسه د تجربوي پلټنو په جریان کي د دغه واکسین د اغیز په هکله شواهد نه دي وړاندې کړي، خو ادعا کوي چی د واکسین په تولید کي له هره اړخه په نړۍ کي مخته دی.