روزل شوي سپي ۹۴٪ دقیقتیا سره کرونا ویروس تشخیصولی شي
۱۳۹۹ بهمن ۱۷, جمعهد یوې څیړنې له مخې د آلمان د وترنرۍ یو کلینک سپي روزلي دي چې د کرونا ویروس په تشخیص کې یې دقیق والی ۹۴ سلنې ته رسیږي، آن په کرونا ویروس یو کس که د دغه ناروغۍ کوم علایم هم و نه لري.
د آلمان د وسلوالو ځواکونو د خدماتي سپو له ښوونځي څخه وترنره اېستر شالکه، وایِي چي دا سپي د «کرونا ویروس د بوی» پر وړاندې داسې روزل شوي دي چې په دغې ناروغۍ اخته کس د حجرو د بوی پر وړاندې غبرګون ښيې.
د فیلو په نوم درې کلن سپی چې د بلیجم د شیپرد نسل سره تړاو لري او همداشان د کوکر سپانیل د نسل یو کلن جو کوکر، هغه دوه سپي دي چې د هانوور پوهنتون د وترنرۍ په پوهنځي کې روزل شوي دي.
د دغه کلینک مشر هولګر فولک، ویلي دي چې دغو سپو د کووید-۱۹، تر ۱۰۰۰ زیاتو نمونو د ازمویښت په برخه کې د تشخیص دقیقوالی ۹۴ سلنه وو.
فولک په خپلو خبرو کې زیاته کړه: «سپي کولی شي واقعا د بوی کولو له طریقه په کرونا ویروس اخته او یا هغه کسان چې پرې نه وي اخته تشخیص کړي، که څه هم ناروغان د کووید-۱۹، علایم و نه لري.»
د نیدر زاکسن ایالتي لومړي وزیر شتیفن وایل، ویلي دي چې د دغه څیړنې پایلو یې پام وراړولی او عملا د دغو سپو پر دنده ګمارلو دمخه یې د لا زیاتو ازموینو د ترسره کولو غوښتنه کړې ده: «اوس موږ په معینو مراسمو او پيښو کې د تېستونو ترسره کیدو ته اړتیا لرو.»
د بوی کولو له طریقه د کرونا ویروس د تشخیصولو له پاره لا دمخه د هیلسنکي، فنلند، سانتیاګو، چلي او د دوبۍ په هوایي ډګرونو کې سپي په دنده ګمارل شوي دي.